د لاس رسي وړ اتصالات

د پایلو اعلان؛ د نړۍ له ټاکنو سره د افغانستان د ټاکنو توپیر


افغانستان کې د روان کال د سپټمبر په ۲۸ نېټه د جمهوري ریاست ټاکنې وشوې. لدغو ټاکنو نه وروسته په څه کم ۳۰ هېوادونو کې د جمهوري ریاست او پارلماني ټاکنې شوې چې نتیجه یې په وخت اعلان او عملاً ګټونکو خپل کار پیل کړی دی.

د افغانستان د ټاکنو په سبا په اتریش کې پارلماني ټاکنې وشوې چې پایلې یې څو ساعته وروسته اعلان شوې. تر ټولو تازه ټاکنې د نوامبر په ۱۶ نېټه په سریلانکا کې وشوې چې په ترڅ کې یې ګوتابایا راجاپاکسا نوی ولسمشر وټاکل شول.

له شکونو او امنيتي ګواښونو سره سره، افغانانو په ټاکنو کې برخه واخېسته. همدارنګه، د سولې اوږدو او بې برخلیکو مذاکراتو او د ټاکنو په اړه د بشپړې سیاسي اجماع نه شتون د خلکو پر ګډون سیوری غوړولی و.

د لږترلږه دوه میلیونو رایو د شمېرلو او بیا شمېرلو بهیر ختم شوی نه دی خو دغې اوږدې پروسې ولسونه په غوسه کړي دي.

د کابل ښار اوسېدونکي، الماس او عبدالودود صافی د ټاکنو له خپلواک کمېسیون نه غواړي چې پایلې ژر اعلان او "روان جنجال" ختم کړي.

کمېسیون په ۲۷ ولایتونو کې د رایو ارزونه پای ته رسولې خو په اوو ولایتونو کې لاتراوسه د رایو د بیاشمېرلو مخه نېول شوې ده.

په سر کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ژمنه کړې وه چې په دوو ورځو کې به د ټاکنو پایلې اعلانوي خو نه یواځې دا ژمنه یې پوره نه کړه بلکې د لومړنیو پایلو اعلان یې وځنډاوه.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د دارالانشا رئیس حبیب الرحمن ننګ وایې هرکله چې په ټولو ولایتونو کې د رایو د بیاشمېرلو بهیر پای ته ورسېد، د ټاکنو پایله اعلانېږي.

ستونزه څه ده؛ کمېسیون یا نوماندان؟

د سیاسي چارو کارپوه عبدالکبیر رنجبر وایې چې کمېسیون له ستونزو سره مخ دی او ځېنې نوماندان په ټاکنیزو چارو کې "مداخله" کوي.

لدې ټول انتظار او اوږده بهیر سره سره، آیا نوماندان د ټاکنو پایلې مني، آیا د افغانستان په سیاست کې د ګټلو او بایللو فرهنګ دود شوی دی؟

د ټاکنو یو معترض نوماند عبدالله عبدالله د نوامبر په ۱۷ نېټه په کابل کې د یوې خبري غونډې په ترڅ کې له کمېسیون نه وغوښتل چې فوراً د رایو د بیاشمېرلو بهیر بند کړي.

د عبدالله په شمول ځېنو نورو نوماندانو، گلبدین حکمتیار او رحمت الله نبیل هم د رایو د بیاشمېرلو پر بندیدو ټینګار کړی او د شاوخوا ۳۰۰ زرو رایو د ابطال غوښتنه یې کړې ده.

خو د محمد اشرف غني په مشرۍ د "دولت جوړونکي" ټاکنیز ټیم د پایلو د ژر اعلانېدو غوښتنه کړې ده.

د دولت جوړونکي ټاکنیز ټکټ لومړي مرستیال امرالله صالح له امریکا غږ سره په خپلې وروستۍ مرکې کې ویلي چې د "غیررسمي پایلو" په اساس محمد اشرف غني ټاکنې ګټلې دي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون او د ځېنو نوماندانو ترمنځ لانجه دوام لري او تراوسه څرګنده نه ده چې د رایو د بیاشمېرلو بهیر کله ختمېږي او بلاخره د ټاکنو پاېلې کله اعلانېږي.

د پایلو اعلان؛ د نړۍ له هېوادونو سره د افغانستان د ټاکنو توپیر
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:47 0:00

XS
SM
MD
LG