د لاس رسي وړ اتصالات

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د کابل د رایو باطلول رد کړل


د ټاکنو خپلواک کمیسیون خبري کنفرانس
د ټاکنو خپلواک کمیسیون خبري کنفرانس

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون دافغانستان د ټاکنیزو شکایتونو اوریدو کمیسیون هغه فیصله رد کړه چې په ترڅ کې یې د کابل ولایت د تېرو پارلماني ټاکنو رایو پایلې باطلې اعلان شوې وې.

د ټاکنیزو شکایتونو د اوریدو کمیسیون د پنجشنبې په ورځ (قوس ۱۵مه) د کابل ولایت ټولې رایې په دغو ټاکنو کې د ځینو سرغړونو او درغلیو له کبله باطلې اعلان کړې.

دغه کمیسیون وایي چې په تیرو پارلماني ټاکنو کېپراخو درغلیو او جرمونو له کبله دغه رایې باطلې اعلان شوې.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون په غبرګون کې وایي، چې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون له موجه دلایلو پرته د کابل ولایت د خلکو رایې باطلې اعلان کړي دي.

د یاد کمیسیون مشر ګلا جان عبدالبدیع صیاد د شکایتونو اوریدو کمیسیون لخوا ټول دلایل رد او هغه یې فسبوکي موارد او ګزارشونه وبلل.

ښاغلی صیاد وایي: " کومو څلورویشت مواردو ته چې دوی اشاره کړې ده هغه کې اکثره فسبوکي موارد دي یا فسبوکي ګزارشونو دي، چې فسبوکي ګزارشونه هیڅ کله د یو حکم لپاره اساس نه شي ګڼل کیدلای".

د ټاکنیزو شکایتونو اوریدو کمیسیون په کابل کې د ولسي جرګې د ټاکنو په بیا ترسره کولو ټینګار کړی دی او وایي، چې د کابل ولایت په اړه دا د دوی وروستۍ پریکړه ده.

افغان ځواکونه د کابل په یوه ټاکنیز مرکز کې
افغان ځواکونه د کابل په یوه ټاکنیز مرکز کې

د ټاکنیزو شکایتونو اوریدو کمیسیون مرستیاله حمیرا حقمل وايي: "د شکایتونو د مرکزي کمیسیون پریکړه د کابل ولایت د رایو د ابطال په هکله نهایي پریکړه ده او واضحه ده چې نور ولایتونه هم شته، چې هلته هم ستونزې د کابل نه کمې نه دي چې په هغوې باندې به هم ورته تصامیم ونیول شي".

د شکایتونو کمیسیون وایي، چې کابل ولایت کې له دوی سره نیږدې درې زره ټاکنیز شکایتونه ثبت شوي دي، چې له مخې یې د دغه ولایت اویا تر اتیا فیصدو رایې ناپاکې دي.

د ټاکنیزو شکایتونو اوریدو کمیسیون همدارنګه د ټاکنو کمیسیون د دارالانشا پر ریس احمدشاه زمانزي او څلورو نورو غړو په درغلیو کې د لاس لرلو تور پورې کړ او د لیرې کیدو غوښتنه یې کړې ده.

د ټاکنیزو شکایتونو اوریدو کمیسیون په داسې حال کې د کابل د ولسي جرګې د انتخاباتو د رایو د باطلولو پریکړه کړې، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د شاوخوا شلو ولایتونو د ټاکنو ابتدايي نتایج اعلان کړي دي.

له آزادو او عادلانه ټاکنې څخه د نظارت موسسې یو غړي محمد نعیم اصغري، امریکا غږ ته وویل، چې د ټاکنو د قانون له مخې د ټاکنیزو شکایتونو اوریدو کمیسیون په هغه صورت کې چې ټاکنیزې سرغړونې ډیر وي او د پاکو او ناپاکو رایو بیلول ستونزمن وي، کولای شي په هماغه حوزه کې رایې باطل اعلان کړي.

ښاغلی اصغري وايي: "د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون په هغه صورت کې چې ټاکنیزې سرغړونې ډیرې وي او پاکې رایې له ناپاکو څخه نه شي بیلیدلی دا صلاحیت لري، چې رایې باطلې اعلان کړي".

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ویاند مرستیال عبدالعزیز ابراهیمي اشنا ټلویزیون سره په مرکه کې وویل” د شکایتونو اوریدو کمیسیون له مشخصو کسانو څخه پیسې اخیستې دي او له دې کبله چې هغوی کامیاب نه شول، د ټاکنو ملي پروسې ته یې زیان ورسوو“.

ابراهیمي وايي چې دوی د کابل ولایت د ۱۸۱ مرکزونو د رایو شمیرل او تفتیش د راتلونکې شنبې په ورځ ختمولو، خو د شکایتونو د اوریدو کمیسیون د یوې ناسمې پریکړې له کبله د کابل رایې باطلې اعلان کړې دي.

بل خوا له شفافیت څخه د څار موسسې د ټاکنیزو شکایتونو د اوریدو کمیسیون له دغې پریکړې هر کلی او ملاتړ کړی دی.

د دغې موسسې مشر سید اکرام افضلي ویلي دي، چې دا پریکړه به د هغو فاسدو اشخاصو مخه ونیسي، چې غوښتل یې د درغلیو او تورو پیسو په لګولو پارلمان ته لاړ شي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، چې د ټاکنیزو شکایتونو د اوریدو کمیسیون د مزاحمتونو له وجهې نه دي توانیدلي چې د کابل او یو شمیر نورو ولایتونو پایلې تراوسه اعلان کړي.

د کابل ولایت په ولسي جرګه کې ۳۳ څوکۍ لري، چې ۹ یې ښځو ته ځانګړې شوي. د دغو څوکیو د ترلاسه کولو لپاره په کابل کې څه باندې ۸۰۰ کاندیدانو نوم‌ لیکنه کړې وه.

د افغانستان د ولسي جرګې ټاکنې د روان کال د تلې میاشتې په ۲۸مه او ۲۹مه ترسره شول، چې په کې د درغلیو سربیره پر وخت د رایې ورکولو د مرکزونو د نه پرانیستلو او د بایومتریک‌ دستګاو د نشتوالي په اړه زیات شکایتونه ثبت شوي وو.

XS
SM
MD
LG