د لاس رسي وړ اتصالات

حکمتیار طالبانو ته: انتخابات قدرت ته د رسیدو یواځنۍ لار ده


په پاکستان کې د افغانستان د سولې په کنفرانس گډون کوونکي افغان سیاستوال
په پاکستان کې د افغانستان د سولې په کنفرانس گډون کوونکي افغان سیاستوال

د افغانستان د اسلامي گوند مشر گلبدین حکمتیار په پاکستان کې د افغانستان د سولې کنفرانس ته په وینا کې وویل چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو هرکلی کوي او طالبان باید په سریحو الفاظو ووایي چې پر انتخاباتو باور لري.

ښاغلی حکمتیار دا خبرې پداسې حال کې کوي چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانگړي استازي زلمي خلیلزاد په وینا د جون په ٢٩ په قطر کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د خبرو نوی پړاو پیلیدونکی دی.

د شنبې د ورځې راهیسې په پاکستان کې د افغانستان د سولې کنفرانس پیل شوی او یو شمیر افغان مشران او سیاستوالو په کې گډون کړی دی.

گلبدین حکمتیار پدې کنفرانس کې وویل چې د امریکا او طالبانو ترمنځ مذاکرات مفید دي، خو کافي ندي "مونږ ددې ملاتړ کوو چې دا مذاکرات پیل شوي... طالبان باید په صریحو الفاظو ووایي چې مونږ پر انتخاباتو باور لرو او د انتخاباتو له لارې قدرت رسیدلو باندې یقین لرو او ددې ژمنه کوو چې نورې لارې به نه ازمایو".

د افغانستان لوړپوړو حکومتي چارواکو او د حکومت د مخالفو ډلو مشرانو خبرداری ورکړی چې که د امریکا او طالبانو ترمنځ روان مذاکرات ناکام او طالبان د سولې بین الافغاني خبرو ته مخه نکړي، په هیواد کې به وسله والې دښمنۍ دوام وکړي.

په پاکستان کې د افغان د سولې په روان کنفرانس کې د افغانستان د ملي امنیت پخوانی سلاکار حنیف اتمر هم گډون کړی. ښاغلي اتمر امریکا غږ ته وویل چې "د طالبانو او امریکا ترمنځ د مذاکراتو سره جوخت باید یو موازي پروسه پیل شي چې د افغانستان د راتلونکې لپاره طالبان او افغانان سره د اروبند او د سولې د یو جامع موافقې پر سر خبرې وکړي."

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي دغه کنفرانس ته په وینا کې وویل چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو خړ پړتیا زمونږ د گډو دښمنانو کار دی. هغه د دواړو هیوادونو بې باورۍ ته په اشارې وویل چې پر یو بل باندې "د ملامتیا اچولو لوبې هیڅ یو اړخ ته گټه نده رسولې. دا ډیره مهمه ده چې دغه منفي وضعیت نه ووځو".

په دغه غونډه کې شاوخوا ٦٠ افغان مشرانو او سیاستوالو گډون کړی دی چې په کې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار، د جمعیت اسلامي ګوند اجرائیوي مشر عطا محمد نور، احمد ضیاء مسعود، عبدالطیف پدرام، د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال محمد محقق، د سولې شورا مشر کریم خلیلي، سید حامد ګیلاني او د جنرال عبدالرشید دوستم په مشرۍ د نوموړي استازو ګډون کړی دی.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزی هم دې غونډې ته بلل شوی و، خو د ښاغلي کرزي دفتر ویلي چې د وخت د کموالي له امله په دغه غونډه کې ګډون و نه شو کړای. د طالبانو استازو هم پدې غونډه کې ګډون نه دی کړی.

XS
SM
MD
LG