د لاس رسي وړ اتصالات

دافغانستان حکومت وايي د بگرام زندان دي په ېوه مېاشت کې حکومت ته وسپارل شي


دافغانستان حکومت وايي د بگرام زندان دي په ېوه مېاشت کې حکومت ته وسپارل شي
دافغانستان حکومت وايي د بگرام زندان دي په ېوه مېاشت کې حکومت ته وسپارل شي

د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي ، یوکمیسیون ته دنده وسپارله چې د نن څخه دې د ېوې میاشتی په موده کې دبګرام زندان له بهرنیانو څخه په کامله توګه د افغانستان حکومت واک ته منتقل کړي.

په هغه غونډه کې چې د بګرام زندان او په دغه زندان کې د افغاني بندیانو د حالت د څیړلو په اړه، نن د جدي په ((۱۵)) د افغانستان د ولسمشر په مشرۍ د ارګ په ماڼۍ کې جوړه شوه، د اساسي قانون پر تطبیق باندې د څارنې دکمیسیون د رئیس پوهاند ګلرحمن قاضي مکمل راپور د نوموړي زندان په هـکله وا وریدل شو.

په راپور کې ، په نوموړي زندان کې د افغانستان له اساسي قانون، نورو نافذو قوانینو، نړیوالو کنوانسیونونو او د بشري حقوقو څخه د سرغړونې زیات شمیر پېښی په ډاګه شوې وې.

د راپور تر اوریدو او په دې مورد کې تر هر اړخیز بحث وروسته د هېواد ولسمشر هغه کمیسیون ته وظیفه وسپارله چې په ۱۳۸۹ هجري شمسي کال کې موظف شوی و چې د امریکا نه د افغانستان حکومت ته په بشپړ ډول د ۱۳۹۱ کاله پوري د بګرام د نظامي زندان د تسلیمدیو کارونه سرته ورسوي.

هیت موظف شو چې نن د ۱۳۹۰ لمریز کال د جدي د ۱۵ نېټې څخه په یوه میاشت کې باید د مخکینیو توافقاتو پر اساس د افغانستان حکومت ته ددغه زندان او ټولو هغو بندیانو د ورسپارلو کار بشپړ کړي چې د بهرنیانو په قید کې دي تر څو په دې برخه کې نور د افغانستان د دولت د ملي حاکمیت د نقض مخه ونیول شي.

موظف کمیسیون به د دفاع وزیر په مشرۍ د کورنیو چارو اوعدلیې وزیرانو، لوی څارنوال، د ملي امنیت رئیس، د سترې محکمې استازی او د اداري فساد پر ضد د عالي ادارې د رئیس په غړیتوب د یوې میاشتې په موده کې دغه کار بشپړ کړي او خپل راپور به د افغانستان ولسمشر ته وړاندې کړي.

XS
SM
MD
LG