د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د فوټبال غوره لیګ اتم پړاو سیالۍ پیلېږي


ټاکل شوې نن سې شنبه د «زمري میاشتې پر ۲۹مه»د افغانستان د فوټبال غوره لیګ اتم پړاو سیالۍ په کابل کې پیل شي.

دغه سیالۍ چې د فوټبال اته لوبډلې پکې د یو او بل په وړاندې لوبېږي ټاکل شوې تر یوې میاشتې دوام ولري.

د افغانستان فوټبال غوره لیګ کمېشنر خالد دلاور نن په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې وویل، چې د سږ کال لوبو کې ټول روزونکي افغانان دي، چې ترڅنګ یې په لوبډلو کې نوې او ځوانې څېرې هم شاملې شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې دوی د یادو لوبو د جریان پر مهال د حکومت ملاتړ هم له ځان سره لري، چې هڅه به وشي د یوې میاشتې په جریان کې پای ته ورسېږي.

په دغه اتم پړاو سیالیو کې، طوفان هریرود، میوند اتلان، موج های امو، سیمرغ البرز، شاهین اسمايي، اباسین څپې، سپین غر بازان او عقابان هندوکش لوبډلو ګډون کړی دی.

ټاکل شوې دغه ټولې سیالۍ د شپې لخوا د کابل په ورزشي سټېډیوم کې تر سره شي، چې لومړۍ لوبه به یې نن سې شنبه د طوفان هریرود او سیمرغ البرز ټېمونو ترمنځ وي.

دغه سیالۍ په کال کې یو ځل تر سره کېږي، چې د کابل په ګډون د افغانستان د یو شمېر نورو ولایتونو اوسېدونکې هم لیدو ته ورځي.

XS
SM
MD
LG