د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان او پاکستان ترمنځ په نظامي او سفارتي کچه خبرې شوي


د پاکستان د پوځ د رسنیو د دفتر ای ایس پي ار په وینا د پاکستان د پوځ د جنوبي زون لوی درستیز او د افغانستان د پوځ د ٢٠٥ قول اردو د قوماندان جنرال دواد شاه وفادار ترمنځ په لومړي ځل مستقیم ټیلفوني تماس یا "هاټ لاین" باندې خبرې شویدي.

دواړو خواو په دې ډول مستقیمو اړیکو نیولو خوښي څرگنده کړې او ژمنه ېې کړیده چې په راتلونکې کې به هم داسې اړیکې فعالې او جاري وساتي.

د پوځ د جنرالانو په کچه د افغانستان او پاکستان ترمنځ مستقیمې خبرې په داسې حال کې کیږي چې د دواړو هیوادونو د حکومتونو ترمنځ اړیکې له بل هر وخت څخه خړې پړې بریښي.

بلخوا د امریکا غږ ډیوې رادیو خبر ورکړی چې د پاکستان او افغانستان ترمینځ د روان تاو تریخوالي د کمولو او د ډیورنډ د کرښې په ګډون د یو شمیر نورو ستونزو په سر د خبرو اترو نوې بهیر په اسلام اباد کې پیل شوی دی.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر او د افغان اولسمشر ځانګړي استازي عمر زاخیلوال د خبرو اترو دغه جریان تائید کړیدی او ویلي یې دي چې ډیر ژر به د دې خبرو جزیات رسنیو سره شریک کړي.

د سه شنبې په ورځ امریکا غږ سره په خبرو کې ښاغلي زاخیلوال ویلي چې د بهرنیو چارو دپاره د پاکستان د وزیراعظم معاون ښاغلي طارق فاطمي سره یې لیدلي او ټاکل شوې چې سبا هم د پاکستان د لوړ پوړو چارواکو سره خبرې وکړي او دغه لړۍ به په راتلونکې کې هم دوام وکړي.

د خبرو نوي دور کې به د ډیورنډ په کرښه دپاکستان لخوا د اغزن تار لګولو په سر د کابل په اندښنو هم خبرې وشي.
د خبرو نوي دور کې به د ډیورنډ په کرښه دپاکستان لخوا د اغزن تار لګولو په سر د کابل په اندښنو هم خبرې وشي.


کله چې له ښاغلي زاخیلوال څخه پوښتنه وشوه چې ددغو لیدنو مهم ټکي څه دي، هغه وویل "لیدنې لا دوام لري او هر وخت چې یوې پریکړې او یا هم نتیجې ته ورسیږو نو بیا به ېې رسنیو ته هم ورکړو."

د دوشنبې په ورځ د پاکستان د بهرنو چارو د وزارت لخوا په خپور شوي یو بیان کې هم راغلي چې د افغان سفیر او د پاکستان د وزیراعظم د بهرنو چارو د سلاکار طارق فاطمي ترمینځ لیدنه کې د دواړو هیوادونو ترمینځ د تاو تریخوالي په کمولو او د حل کیدونکو ستونزو په حل موافقه شوې.

خو د افغانستان د حکومت یوې مهمې سرچینې امریکا غږ ته د نوم د نه ښودلو په شرط ویلي چې د خبرو اترو په دغه نوې دور کې په ګڼ شمیر موضوعاتو خبرې کیږي.

سرچینه وایي افغان حکومت د پاکستان او روسیې ترمینځ په وروستیو رابطو او د روسیې لخوا افغان طالبانو سره د مرستو په راپورونو ژورې اندیښنې لري او دغو لیدنو کې به د افغانستان اندیښنې له پاکستان سره شریکې کړای شي.

د یادونې وړ دي چې د روسیې د لوړ رتبه پوځي چارواکو یو پلاوی د تیرې پنجشنبې په ورځ د پاکستاني پوځیانو سره د افغانستان سره په شریکه پوله قبائیلي سیمې شمالي وزیرستان ته تللی وه.

روسي پوځي مامورینو د شمالي وزیرستان دغه دوره په داسې وخت کړې ده چې په راتلونکي میاشت کې د روسیې په کوربتوب په مسکو کې د افغانستان په موضوع د گڼ شمیر سیمه ایزو هیوادونو چې پکې د افغانستان گاونډیان هم شامل دي غونډه جوړیږي.

سرچینه وایي اسلام اباد کې پیل شویو خبرو کې به د ډیورنډ په کرښه د پاکستان د اغزی تار لگولو او د اسلام اباد د لورې د طالبانو سره د دوامدارو مرستو په هکله د کابل اندیښنو هم خبرې وشي.

XS
SM
MD
LG