د لاس رسي وړ اتصالات

چین: پر امریکایي پوځیانو مو لایزري وسله نده استعمال کړې


د امریکا پوځ په کوچني افریقایي هیواد جیبوتي کې څلور زره منسوبین لري
د امریکا پوځ په کوچني افریقایي هیواد جیبوتي کې څلور زره منسوبین لري

د چین حکومت هغه ادعاوی رد کړې چې گواکې ددې هیواد پوځیانو په افریقایي هیواد جیبوتي کې د چین پوځي اډې ته نژدې پر یوې امریکایي پوځي الوتکې لایزري وسله استعمال کړې ده.

د امریکا د دفاع وزارت ویلي دي چې پدې پیښه کې دوه امریکایي پوځیان ټپي شوي دي.

د امریکا د دفاع وزارت وايي چې په جیبوتي کې یو چا یوې چینايي پوځې اډې ته نژدي د امریکايي پوځي الوتکو د پروازونو د اخلالولو لپاره له هغو وړانګو څخه استفاده کړې ده چې مرګوني نه دي خو سترګې ړندوي.

خو د چین د بهرنیو چارو وزارت د امریکا د دفاع وزارت تورونه رد کړي دي.

دا لومړی ځل دی چې په افریقا کې د چینايي او امریکايي پوځیانو ترمنځ د پوځي ټکر رپورټونه خپاره شوي دي.

امریکايي چارواکي وايي چې الوتکې یې پر مځکه خوندي کښیناستلې دي، خو دوه مامورین یې ټپیان شوې دي.

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت ویاندي ډانا وایټ وویل "دغه ډول فعالیت زمونږ پیلوټانو ته یو واقعي ګواښ پیښوي. مونږ په رسمي توګه یو دپلوماتیک اقدام کړی او له چینایانو مو غوښتي چې دد غو پیښو په اړه پلټنې وکړي."

خو د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاندي هوا چونینګ وویل چي پلټنې یې کړې دي او امریکا ته یې ویلي چې تورونه یې په بشپړه ډول غلط دي.

د امریکا پوځ په افریقا کې د جیبوتي په کوچني هیواد کې څلور زره منسوبین لري چې په سیمه کې د ترهگری پر ضد د عملیاتو مرکز دی.

د امریکایي پوځیانو له اډې نه څو کیلومتر لېرې د چین یوه پوځي اډه موقعیت لري چې هغه هیواد یې د سولې ساتلو د عملیاتو لپاره یو لوژستیکي مرکز بولي. دا همداراز د چین د نړیوالو عزایمو یو سمبول ګڼل کیږي.

د امریکا او چین روابط په ځانګړې ډول د جنوبي چین په سمندرګي کې کړکیچن دي. چین ددغه سمندرګي په زیاتره برخو ادعا لري. د امریکا بیړې د آزادۍ تر نامه لاندې د چین له هغو مصنوعي ټاپوګانو سره نژدې تګ راتګ کوي چې ځینو یې پوځي بڼه غوره کړې ده.

د سپینې ماڼې ویانده سارا سنډرز وايي چې د چین له خوا د جنوبي چین سمندرګی د پوځي کولو په اړه یې خپلې اندیښنې چینایانو ته رسولې دي او ورته یې ویلي چې دا به لنډ مهال او اوږد مهال عواقب ولري.

د ټرمپ د ادارې او چین ترمنځ کړکیچونه وروسته له هغه زیات شوي چې ولسمشر ټرمپ په چینايي تولیداتو تعرفې ولګولې. هغه په راتلونکي کې د نورو تعرفو د لگولو ګواښ کړی چې د یوې سوداګریزې جګړې ویره یې راپارولې کړې ده.

XS
SM
MD
LG