د لاس رسي وړ اتصالات

کونړ په سرحدي ولسوالیو بیا د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې توغندي لګیدلي


افغانستان له پاکستان سره اوږد سرحد لري چې په ډیرو برخو کې د غرنیو سیمو څخه تیر شوی دی.
افغانستان له پاکستان سره اوږد سرحد لري چې په ډیرو برخو کې د غرنیو سیمو څخه تیر شوی دی.

د کونړ ولایتي مقامات وايي چې ددغه ولایت په دانګام او ناړۍ ولسوالیو د ‌‌‌‌‌‌ډیورنډ کرښې له پاکستاني غاړې نه لسګونه توغندي ویشتل شوي دي.

د کونړ د امنیه قوماندانۍ ویاند فرید الله دهقان امریکا غږ سره په خبرو کې ادعا وکړه چې د توغندیو مرمۍ د پاکستان پوځیانو ویشتلي چې پنځوس یې د دانګام په زوړ برول او سور کمر سیمو لګېدلي او همدا شان پنځه دیرش مرمۍ د ناړۍ ولسوالۍ پاټاش او چهره ګل سیمو لګېدلي دي.

نوموړی وايي چې دغه سیمې لرې پرتې دي نو ځکه تر اوسه ترې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري.

که څه هم د تېرو شپږو کلونو راهیسی په کونړ دغه ‌‌‌‌‌‌ډول مرمۍ ویشتل کېدلې خو د تېرو څو میاشتو راهیسې دغه لړۍ په کونړ کې درېدلې وه او تېره شپه بیا ځل لسګونه مرمۍ ویشتل شوي دي.

د کونړ ولایت سربیره د افغانستان په یو شمیرنورو سرحدي ولایتونو هم د تیرو کلونو را هیسې د پاکستان له خاورې کله کله د توغندیو بریدونه کیږي.

د پاکستان د پوځ د وینا له مخې دوی د افغانستان په سرحدي سیمو کې د پاکستان د حکومت پرخلاف د وسله والو پرمرکزونو بریدونه کوي.

پاکستان وایي، چې دا وسله وال د افغانستان له خاورې د دغه هیواد پر پوخيانو وخت ناوخت بریدونه کوي.

خو افغانستان وايي چې هیڅ ترهګر ته یې په خپله خاوره ځای نه دی ورکړی او نه به چا ته اجازه ورکړي چې افغانستان خاوره د بل کوم هیواد پر خلاف وکاروي.

د کونړ په سرحدي ولسوالیود توغندیو د مرمیو برید، تیره اونۍ په ارګ کې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیالې میرمن تهمینه جنجوا سره د جمهور رئیس محمد اشرف غني د کتنې او په دې مسله د خبرو وروسته ترسره شوي دي.

د میرمن جنجوا سره د جمهوررئیس محمد اشرف غني د کتنې وروسته د ارګ له خوا په یو خپور شوي بیان کې ویل شوي چې،جمهوررئیس غني د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له مرستیالې سره د افغانستان د امنیتي اندېښنو تر څنګ ډيورنډ کرښې ته څیرمه ولایتونو باندې د ترسره شویو توغندیو بریدونو په اړه اندېښنې مطرح کړي او له میرمن جنجوا یې غوښتي چې افغان حکومت اندېښنې دې د پاکستان له نوي مشرتابه سره شریکې کړي.

د دغه بیان له مخې میرمن جنجوا هم جمهوررئیس غني ته د خپل حکومت سره د هغه د اندیښنو د شریکو ژمنه کړې ده.

میرمن جنجوا، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سیاسي سلامشورو په لومړۍ غونډه کې د ګډون لپاره کابل ته راغلې وه.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې ددغو د دوه اړخیزو سلا مشورو په غونډه کې، دواړو لوریو، د افغان سولې بهیر، د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د امنیت؛ او د سوداګرۍ او ټرانزیت په ګډون په بیلا بیلو موضوع ګانو خبرې شوي دي.

XS
SM
MD
LG