د امریکا د متحده ایالتونو جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ او د بریتانیې صدراعظمې تریزا مې نن سه شنبې د ( جون په ۴ نیټه ) د واشنگڼن او لندن ترمنځ د سوداگرۍ د غځولو خبري وکړې.
ښاغلي ټرمپ لندن ته د سفر په دویمه ورځ له میرمن مې سره د لړ نورو مسلو په هم خبرې وکړي.
ډانلډ ټرمپ وویل" یو ښه فرصت شته، زه فکر کوم چې عالي فرصت دی په تیره د هغو پیښو په رڼا کې چې اوس روان دي د اړیکو لپاره عالي فرصت لاس ته راتلی شي."
د تریزا مې سره د ترمپ د لیدنې په مهال د امریکا او بریتانیې د یو شمیر شرکتونو مشرانو هم برخه اخیستې وه.
جمهور رئیس ټرمپ او میرمن مې وویل دواړه هیوادونه کولای شي د تجارت د یوه دوه اړخیز قرار داد په مرسته خپلې اړیکې پراخې کړي.
جمهور رئیس ټرمپ د چین په ګډون د امریکا له یو شمیر لویو تجارتي همکارانو سره په تجارتي ترتیباتو کار کړی او عمده هدف یې د امریکا په ګټه د اړیکو دوستانه کول ښودلي دي.
ټاکل شوېده د بریټانیا او امریکا مشران په خپله غرمنۍ کې پر دې پلانونو سربیره پر یو شمیر نورو مسایلو هم خبري وکړي.
له دې یوه ورځ مخکې ټرمپ ته د ملکې الیزابت په کوربه توب د رسمي مراسمو په ترڅ کې هرکلی وویل شو. ولسمشر ترمپ د خپلۍ کورنۍ او اولادونو سره د ماښامنۍ لپاره د ملکې میلمه و.
ملکې مراسمو ته په وینا کې وویل، خوشاله ده چې دواړو هیوادونو ته د خپلو پراخو اړیکو د اهمیت د څرګندولو لپاره یو بل فرصت په لاس ورغلی.
ټرمپ په ځواب کې د لندن او واشنګټن اړیکې خاصې وبللې. هغه وویل" د ټولو امریکایانو په استازیتوب، زه د خپلو خلکو د تل پاتې ملګرتیا، زموږ د ملت ژوند، د ملکې ریښتونې شفقت ته د درناوي مراتب وړاندې کوم."
په بریتانیا کې نظرپوښتنې ښيې چې ولسمشر ټرمپ تر ډېره د بریتانیا د خلکو نه خوښېږي او په همدې دلیل پولیس اټکل کوي چې ښايي نن په مرکزي لندن کې د نننیو اعتراضونو له کبله لارې بندې شي.