د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه د بیت المقدس په اړه بېړنۍ غونډه کوي


د ملگرو ملتونو یوه عمومي غونډه
د ملگرو ملتونو یوه عمومي غونډه

په ملگرو ملتونو کې د امریکا د متحده ایالاتو سفیرې د بیت المقدس په هکله د ملگرو ملتونو د بېړنۍ غونډې په جوړیدو انتقاد کړې دی.

ټاکل شوې چې د امریکا د جمهور رئیس دونالد ټرمپ له لورې په رسمي توگه بیت المقدس د اسرائیل د پایتخت په توگه د پیژندلو په اړه د پنجشنبې په ورځ د ملگرو ملتونو یوه بیسارې بېړنۍ عمومي غونډه وشي.

د ملگرو ملتونو عمومي بیړنۍ غونډه چې بیسارې ده د اسلامي هیوادونو په غوښتنه جوړیږي.

په ملگرو ملتونو د امریکا سفیرې نیکي هیلي په خپل ټویټر کې لیکلي دي "په ملگرو ملتونو کې تل له مونږ غوښتل کیږي چې لا زیات کار وکړو، خو کله چې د امریکا د خلکو په غوښتنه تصمیم نیسو چې خپل سفارت چیرته انتقال کړو، له هغو خلکو نه چې مرسته مو ورسره کړې دا توقع نه لرو چې مونږ ته گوته ونیسي..."

میرمن هیلي په جدي موقف نیولو سره ویلي دي چې متحده ایالات به "هغه نومونه یاداشت کړي" چې د امریکا پر دغه پریکړې انتقاد کوي.

په ملگرو ملتونو کې د فلسطین استازی ریاض منصور وویل چې د ملگرو ملتونو د سازمان ١٩٣ غړي به د هغه پریکړه لیک په هکله رایه ورکړي چې د امریکا د متحده ایالاتو د جمهور رئیس دونالد ټرمپ نه غواړي د بیت المقدس په هکله خپله پریکړه بریته واخلي.

ښاغلي منصور هیله څرگنده کړه چې د ملگرو ملتونو غړي به دغه پریکړه لیک په اکثریت تصویب کړي.

دغه پریکړه لیک غیر الزامي دی او یواځې د سیاسي پلوه اهمیت لري.

XS
SM
MD
LG