د لاس رسي وړ اتصالات

اکبر بای پر جنرال دوستم بیا "عریضه" کوي


د افغانستان د ترکتبارانو د شورا مشر، اکبر باي په پام کې لري چې راتلونکې اونۍ د افغانستان د جمهور رئیس د مرستیال، جنرال عبدالرشید دوستم پر وړاندې خپله پخوانۍ دوسیه بیا پرانیزي.

اکبر باي په ۲۰۰۷ کال کې ادعا کړې وه چې جنرال دوستم له خپلو ملګرو سره دده پر کور چاپه اچولې او د کورنۍ ځینې غړي یې برمته کړي و.

اوس چې لدغې قضیې شاوخوا لس کاله تیریږي، اکبر باي له امریکا غږ سره په یوې مرکې څرګنده کړې چې د دوستم پر وړاندې یې دوسیه په لویې څارنوالۍ کې موجوده ده.

اکبر بای وایې: "ما دوستم ته ابرأ نه ده ورکړې، قضیه مې په خپل حال کې ده،" هغه د خپل راتلونکې اقداماتو په اړه وړاندې وویل: "زه څارنوالۍ ته مراجعه کوم عریضه ورکوم او څارنوال ته وایم چې زما مسلۀ تعقیب کره."

اکبر باي له جمهور رئیس محمد اشرف غني غواړي چې د جنرال دوستم دنده دې وځنډوي.

د ترکتبارانو د شورا مشر په داسې حال کې د خپلې دوسیې د څیړلو غوښتنه کوي چې د جوزجان پخوانی والي، احمد ایشچي ادعا کړې چې دوستم او اړوندو کسانو یې ورسره زورزیاتی کړی او پر هغه یې د جنسي تیري هڅه کړې ده.

د افغانستان لویه څارنوالي وایې چې د احمد ایشچې د قضیې په تړاو یې څیړنې پیل کړي دي.

د جنبش ګوند ویاند، احمد تینج پر جنرال دوستم د اکبر باي او احمد ایشچي ادعاوې یوه "توطئه" ګڼي.

تینج تمه لري چې دولت او نړیواله ټولنه دې پر دغو قضیو ځان بوخت نه ساتي.

XS
SM
MD
LG