د لاس رسي وړ اتصالات

استن: الاسکا د چین او روسیې پر ضد ستراتیژیکه پوځي پانګه ده 


د امریکا د دفاع وزیر د الاسکا د ایلسن د هوایي ادې د کتلو په وخت
د امریکا د دفاع وزیر د الاسکا د ایلسن د هوایي ادې د کتلو په وخت

د امریکا د الاسکا ایالت د ارام او شمالي قطب د سمندرونو سره سرحد لري. د متحده ایالاتو د ایلسن د هوایي ځواکونو اډه په کې پرته ده او د قطبي دایرې څخه ۱۶۰ کیلومتره واټن لري.

د امریکا د دفاع وزیر لویډ استن وایي متحده ایالاتو پدې اډه کې دفاعي استحکامات او روزنیرې چارې پدې خاطر پراخې کړي چې د خپلو نږدې سیالانو روسیې او چین په وړاندې په سیالۍ کې خپل برلاسیتوب وساتي.

ښاغلي استن وویل: «تاسې ګورئ چې مونږ پدې وروستیو کې دلته د بف-۳۵ اس الوتکو په رارسیدو سره خپلې وړتیاوی زیاتې کړي او مونږ د خپلو وړتیاو په زیاتولو بوخت یو چې ددغې هڅې ملاتړ وشي.»

د الاسکا ایالت د متحده ایالاتو ستره شمالي برخه ده چې هم د ارضي لحاظه او هم د پوځي ځواک له درکه ستره ده. ددې ایالت زیاته برخه طبیعي ځنکلي سیمې دي اوپه ژمي کې د تودوخوې درجه د سنانتیګراد تر ۴۵ درجو رسیږي.

دا چې ولی پدغه شان سخت چاپیریال کې متحده ایالاتو خپل زیات سرتیري او دفاعي استحکامات ځای پر ځای کړي، د امریکا د دفاع وزیر وایي علت ددې سیمې جغرافیه ده: «مونږ د هند د ارام سمندر او د شمالي قطب هیواد یو او دلته په الاسکا کې دغه دوه مهمې سیمې سره تقاطع کوي.»

پدې وروستیو کې د الاسکا د ایلسن په پوځي اډه کې د اف ۳۵ جنګي جت الوتکو پنځم نسل الوتکې ځای پر ځای شوي چې په شمالي نیمه کره کې هر چیرته چې وغواړي رسیدای شي، که د ارام سمندر پر سر پرواز وکړي په اسیا کې دي او که غواړي اروپا ته لاړې شي صرغ د شمالي قطب نه تیریږي.

د امریکا د سنا مجلس د وسله والو ځواکونو د کمیټې غړی سناتور دن سلیوان وایي خلک نه پوهیږي چې «زمونږ ایالت څومره ستراتیژیک اهمیت لري.»

ښاغلی سلیوان وایي «چین په کال کې ۱۰ فیصده خپل پوځي لګښتونه زیاتوي او هغوی دې کار ته دوام ورکوي، تاسې پوهیږي چې د اوباما په دوهمه دوره واکمنۍ کې مونږ پوځي لګښتونه ۲۵ فیصده کم کړل. ټرمپ بیرته دا کار وکړ، اوس بیا په کمیدو دي. نو زه مظلقا اندیښنه لرم او د پوځي خدماتو د کمیټې نورې غړي هم اندیښمن دي، مهمه نده چې د ګوند دي.»

ښاغلی سلیوان وویل، غواړي د امریکا دفاعي بودجه په کال کې له دریو نه تر پنځو فیصدو پورې لوړه شي چې د چین د پوځي پانګونو سره سیالي وشي.

بلخوا د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د یکشنبې په ورځ په سنتټ پیټزبرګ کې د سمندري ځواکونو په یو رسم ګذشت کې وویل: «مونږ ددې وړتیا لرو چې تر اوبو لاندې، د اوبو دپاسه او په هوا کې دښمن کشف کړو او که اړتیا وي بیساری برید پرې وکړي.»

پوتین دا خبرې په توره بحیره کې د جون د میاشتې د یوې پیښې وروسته کړي چې روسیې ویلي د کریمیه جزیرې څخه د یوې بریتانوي جنګي بیړۍ د لرې کولو په مقصد یې اخطاریه ډزې کړي او بمونه یې اچولي دي.

XS
SM
MD
LG