د لاس رسي وړ اتصالات

الیس ویلز تاجکستان ته تللې ده


د جنوبي او منځنۍ اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیاله میرمن الیس ویلز د تاجکستان د چارواکو سره پر امنیتي او اقتصادي مسلو د خبرو لپاره په یو دوه ورځیني سفر د تاجکستان پایتخت دوشنبې ته رسیدلې ده.

میرمن ویلز د خپل ټویټر په پاڼه نن د دوشنبې په ورځ ( مرغومی ۱۶ مه) لیکلي، چې په دې خوشاله ده، چې بیرته دوشنبې ښار ته ستنه شوې ده.

میرمن ویلز ویلي "تاجکستان په سیمه کې د ثبات د پیاوړي کیدو او اقتصادي ودې په برخه کې د امریکا یو مهم شریک دی".

میرمن ویلز ویلي، چې تمه لري د تاجکستاني چارواکو سره په کتنو کې به پر مهمو مسلو د شویو پرمختګونو په اړه وغیږي.

د دې وړاندې د امریکا بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې تاجکستان ته د الیس ویلز د سفر خبر ورکړی و.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه لنډه اعلامیه کې ویلي وو، چې د جنوبي او منځنۍ اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیاله به د جنورۍ په شپږمه او اومه تاجکستان ته لاړه شي.

په دغه اعلامیه کې ویل شوي، چې الیس ویلز به په دوشنبه کې د لوړ پوړو تاجکي چارواکو سره د سیمه ییزې امنیتي همکارۍ، د اقتصادي او انرژۍ د اتصال د پروژو د پراختیدو په برخه کې د همکارۍ او د دواړو هیوادونو د خلکو ترمنځ د اړیکو د ودې پر مسلو وغږیږي.

د جنوبي او منځنۍ اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیاله، په داسې حال کې تاجکستان ته رسیدلې، چې د امریکا متحده ایالاتو او ایران ترمنځ په بغداد کې د امریکايي ځواکونو له خوا د ایران د سپاه پاسداران د قدس د لښکر د قوماندان قاسم سلیماني د وژلو وروسته ترینګلتیا مخ په زیاتیدو ده.

XS
SM
MD
LG