د لاس رسي وړ اتصالات

مصری متقاعد افسر د القاعدې نوی مشر ټاکل شوی


مصری متقاعد افسر د القاعدې نوی مشر ټاکل شوی
مصری متقاعد افسر د القاعدې نوی مشر ټاکل شوی

د پاکستان نه رارسېدلي خبري رپوټونه وايي چې د مصر د پوځ د مخصوصو ځواکونو یو پخوانی افسر سیف العادل د اسامه بن لادن د مرګ نه وروسته د القاعدې د موقتي مشر په توګه نومول شوی دی.

رپوټونه وايي، سیف العادل چې د محمد ابراهیم مکوي په نوم هم شهرت لري د القاعدې د راتلونکي مشر د ټاکل کېدو تر وخته پورې یې په اصطلاح په موقتي توگه مشري په غاړه اخیستلې ده. د اسامه بن لادن اوسنی مرستیال، اېمن الظواهري، هم په اصل مصری دی.

XS
SM
MD
LG