د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار کې پر سل جریبه ځمکه الویرا بوټي کرل شوي


یاد بوټی په کال یو فصل او بیا په دوهم کال کې څلور ځله حاصلات ورکوي په بازارونو کې په ښه قمیت پلورل کیږي.
یاد بوټی په کال یو فصل او بیا په دوهم کال کې څلور ځله حاصلات ورکوي په بازارونو کې په ښه قمیت پلورل کیږي.

په ننګرهار ولایت کې د تیرو دوو میاشتو راپدېخوا پر سل جريبه ځمکه باندې درې سوه زره الويرا بوټي کرل شوي دي.

د ننګرهار وادې کرنیز شرکت رئیس عبدالقهار حیدري وايي، ټاکل شوې راتلونکی کال هر جريب د درې سوه زره افغانيو په ارزښت حاصل ورکړي.

په افغانستان کې د الویرا بوټي ترویج د کوکنار د کر کیلي ښه بدیل بلل کیږي.

د ننګرهار ولایت مقام د ننګرهار وادې کرنيز شرکت رئيس عبدالقهار حيدري له قوله ویلي:"که بزګران د الويرا کښت ته مخه کړي؛ نو د کوکنارو کښت به په هېواد کې صفر شي؛ ځکه الويرا په درملو کې کارول کيږي او بېلابېل ډوله ويټامينونه لري."

ښاغلي حیدري د ننګرهار اوبه او هوا د الویرا بوټي د کر کیلي لپاره مناسب بللي دي.

الویرا یا "آلوئه ویرا" یو طبي بوټی دی چې له محصول څخه یې د پوستکې د ښکلا، معدې او خولې ناروغیو، د مسمومیت ضد او سر ورېښتانو ناروغیو په درملنه کې ورڅخه استفاده کېږي.

یاد بوټی په کال یو فصل او بیا په دوهم کال کې څلور ځله حاصلات ورکوي په بازارونو کې په ښه قمیت پلورل کیږي.

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت هم تر دې مخکې ویلي و چې الویرا بوټي په هرات، فراه، کندهار او بادغیس ولایتونو کې ښه نتیجه ورکړې ده.

XS
SM
MD
LG