د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي طالب له ۱۷ کاله زندان وروسته آزادیږي


یو امریکايي تبعه چې له طالبانو سره د همکارۍ په تور په ۲۰ کاله بند محکوم شوی وو، له ۱۷ کاله زندان وروسته آزادیږي.

جان واکر لینډ په ۲۰۰۱ میلادي کال کې پر طالبانو د امریکا له برید وروسته په افغانستان کې ونیول شو.

هغه چې په امریکايي طالب مشهور دی، په شل کلنۍ کې د طالبانو د رژیم له ړنګیدو څو میاشتې مخکې له یمن څخه افغانستان ته تللی و او له طالبانو سره یوځای شوی وو.

نوموړی هغه مهال چې د ښوونځي شاګرد وو له مسیحیت څخه اسلام ته مخه وکړه او یمن ته ولاړ څو عربي ژبه زده کړي.

چارواکو ويلي ټاکل شوېده واکر لینډ چې اوس ۳۸ کلن دی د روان کال په مې میاشت کې د امریکا د انډیانا له زندان څخه آزاد شي.

له وخت څخه مخکې د هغه د آزادیدو علت په زندان کې د نوموړي نیک چلند ښودل شوی دی.

سره له دې چې ښاغلی واکر لینډ له ټاکل شوې مودې درې کاله مخکې آزادیږي خو د محکمې چارواکو له هغه تعهد اخیستی چې په دې موده کې به په انټرنټ کې د هغه فعالیت تر څار لاندې وي ، له جواز پرته نشي کولای چې له انګلیسي ژبې پرته په نورو ژبو په انټرنټ کې نظر څرګند کړي او له تندلارو سره هیڅ ډول اړیکې نشي ټینګولای.

نوموړی همدارنګه تر راتلونکو دریو کلونو او د محکمې له اجازې پرته له امریکا بهر سفر اجازه نلري.

XS
SM
MD
LG