د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي پوهنتون له طالبانو د خپلو استادانو خوشې کیدلو غوښتنه کړې


دوه کاله وړاندې طالبانو د دغو دوو استادانو یوه لنډه ویډیو خپره کړې وه، چې په کې دغو دواړو د امریکا د جمهور رئیس څخه د هغوی د خوشې کیدو غوښتنه شوې وه.
دوه کاله وړاندې طالبانو د دغو دوو استادانو یوه لنډه ویډیو خپره کړې وه، چې په کې دغو دواړو د امریکا د جمهور رئیس څخه د هغوی د خوشې کیدو غوښتنه شوې وه.

د افغانستان امریکايي پوهنتون د طالبانو له خوا د دغه پوهنتون د دوو برمته شوو استادانو د برمته کیدلو د درییمې کلیزې د پوره کیدو پرمهال په یوه اعلامیه کې له وسله والو طالبانو په عاجله توګه د خپلو استادانو د خوشې کیدو غوښتنه کړې ده.

د افغانستان امریکايي پوهنتون د چهارشنبې د ورځې ( زمري ۱۶ مه) ناوخته په یوه اعلامیه کې ویلي، چې په ۲۰۱۷ کال اکسټ میاشت کې د دغو دوو استادانو د برمته کیدو وروسته دغه پوهنتون بورډ غړو، استادانو او محصلینو په پرله پسې ډول له طالبانو د خپلو دوو استادانو د خوشې کیدو غوښته کړې ده.

دا اعلامیه وايي، په کار دي، چې دا استادان اوس د خپلو کورنیو او دخپلوانو په منځ کې وو.

۶۰ کلن امریکايي کیفن کینګ او ۴۸ کلن اسټرالیايي ټیموټي ویکس د ۲۰۱۷ کال د اکسټ په اومه ورځ په کابل کې د طالبانو د یوې وسله والې دلې له خوا برمته شوي وو.

د امریکایي پوهنتون اعلامیه وايي، په هیڅ جګړه کې په کار نه دي، چې ښوونه او روزنه د جګړې هدف وګرځي.

د افغانستان امریکايي پوهنتون په دغه اعلامیه کې ویلي، چې طالبان به په بند کې د دغو استادانو د ساتلو څخه هیځ هدف ترلاسه نه کړی شي.

افغانستان امریکايي پوهنتون تیرکال هم همدا مهال د طالبانو څخه د خپلو دوو استادانو د خوشې کیدو غوښتنه کړې وه.

تراوسه وسله والو طالبانو د افغانستان امریکایي پوهنتون دغو غوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی.

طالبانو د افغانستان د امریکايي پوهنتون د دوو استادانو د وضعیت په اړه په ۱۳۹۶ لمریز کال د لړم په اتمه په یوه اعلامیه کې د دغو دوو برمته شوو استادانو څخه د یو استاد کیون کینګ صحي حالت د اندیښنې وړبللی وو.

د طالبانو هغه مهال رسنیو ته په یو استولي بیان کې ویلي وو، چې د افغانستان د امریکايي پوهنتون د دوو استادانو له ډلې یو تن امریکایې استاد کیون کینګ د زړه د ناروغۍ سربیره د بډوډو په ناروغۍ هم اخته شوی دی.

طالبانو ویلي چې دا ډله په بند کې د دغو دوو بندي بهرنیانو درملنه کوي، خو د جنګي حالاتو له امله په سمه توګه د هغوی درملنه نه شي کولی.

وسله والو طالبانو د ۲۰۱۷ د اګست په میاشت کې د افغانستان د امریکایي پوهنتون دا دوه استادان په کابل کې د دغه پوهنتون له ځای سره نږدې تښتولي وو.

طالبانو د دغو دوو استادانو یوه ویډیو هم خپره کړې وه، چې په کې دغو دواړو استادانو د امریکا د جمهوررئیس څخه د هغوی د خلاصون غوښتنه کړې وه.

افغان امنیتي چارواکي ادعا کوي، چې دا دوه استادان د حقاني شبکې له خوا تښتول شوي دي. دا چارواکي وايي، طالبان غواړي دا استادان د خپلو بندیانو په بدل کې خوشې کړي، خو افغان حکومت دغسې کومې معاملې ته چمتو نه دی.

XS
SM
MD
LG