د لاس رسي وړ اتصالات

سدني: د افغانستان امریکایي پوهنتون نه تړل کیږي


افغان امریکايي پوهنتون
افغان امریکايي پوهنتون

د افغانستان د امریکایي پوهنتون مقاماتو ددې پوهنتون د تړل کیدو د امکان په اړه رپوټونه رد کړل.

خو ددې پوهنتون رئیس دیوید سدني ټینگار وکړ چې د افغانستان د امریکایي پوهنتون د امنیت لپاره د امریکا د متحده ایالاتو دوامداره مرستو ته اړتیا ده.

په کابل کې د افغان امریکايي پوهنتون ریاست د یکشنبې په ورځ دسمبر ٢٩ په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا پوهنتون د امریکا د متحده ایالاتو او «USAID» لخوا تمویل کېږي او ددغو مرستو دوام مهم دی.

د «سي ان ان» خبري شبکې د «دسمبر پر ۲۷مه» راپور ورکړ چې کیدی شي په راروان کال کې د افغانستان امریکایي پوهنتون د امریکا لخوا د مرستو دریدو په صورت کې د بودیجې د نشتوالي له کبله وتړل شي.

د افغانستان امریکایي پوهنتون چې په کال ۲۰۰۶ کې یې د بنسټ ډبره کیښودل شوه، په دغه هیواد کې تر ټولو معتبر پوهنتون ګنل کیږي.

دغه پوهنتون یواځينی مرکز دی چې د زده کړې سیستم یې غربي دی او د بودجي ۶۰ سلنه برخه یې د نړیوال پرمختګ لپاره د امریکا د کمکونو ادارې USAID لخوا ورکول کیږي.

خو د یاد پوهنتون رئیس دیوید سدني ویلي، تر څو چې په افغانستان کې سوله ټینګېږي د دغه پوهنتون اداره د خپلو فعالیتونو لپاره ښه امنیت او مالي کمک ته اړتیا لري.

نوموړي زیاته کړې چې مونږ "په فعاله توګه کار کوو ترڅو د ۲۰۲۰ کال او له هغه څخه وروسته د افغانستان امریکایي پوهنتون د عملیاتي کارونو، امنیت، اکاډمیکو پروگرامونو (نویو پروگرامونو) لپاره په کافي اندازه بودیجه ولري."

اوس مهال شااوخوا ۸۰۰ محصلین په دغه پوهنتون کې د لسانس او ماسټرۍ درسونه وايي.

طالبانو په کال ۲۰۱۶ کې پر دغه پوهنتون برید کړی و چې پکې د ۶ محصلینو په شمول ۱۳ کسان وژل شوي او ۴۵ نور کارکوونکي، محصلین او افغان امنیتي ځواکونو سرتیري ټپي شوي و.

د دغه برید وروسته د افغانستان امریکايي پوهنتون ۷ میاشتو پورې تړلی و.

همداراز د دغه پوهنتون دوه استادان هم په کال ۲۰۱۶ کې د طالبانو لخوا تښتول شوي و چې له دوه کلونو اسارت وروسته د روان کال په نومبر میاشت کې خوشې شول.

XS
SM
MD
LG