د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې محکمې د 'داعش یوه غړې' په ۲۰ کالونو بند محکومه کړه


الیسن فلوکي-اکرین
الیسن فلوکي-اکرین

د امریکا په متحدو ایالتونو کې د سه شنبې په ورځ نومبر لومړۍ (عقرب لسمه) یوې محکمې هغه امریکایۍ د ترهګرۍ په تور په ۲۰ کالونو بند محکومه کړه، چې مسلمانه شوې او په سوریه کې یې د داعش ډلې سره یو ځای شوې وه.

امریکايي مقامات وايي چې الیسن فلوکي-اکرین په سوریه کې د داعش د ښځینه جنګیالیو د یو کنډک مشره وه. هغه په ترور تورنه شوې وه. د هغې محکمه د امریکا د ویرجینیا ایالت د الکساندریه په ښار کې وه.

قاضي لیوني برینکیما میرمن فلوکي-اکرین ته وویل: «ښکاري چې هوښیاره میرمن یاست، خو هېڅ شک نشته چې تاسو یو تروریستي سازمان ته مالي مرسته ټولوله.» قاضي زیاته کړه: «فلوکي-اکراین په اصل کې د داعش ملکه وه. هغې د پیغلو ذهنونه بدل کړل او د وژلو روزنه یې ورکړه.»

یو امریکایي څارنوال راج پارخ ویلي دي چې میرمن فلوکي-اکرین له څه باندې اتو کالونو راهېسې د لیبیا، عراق او سوریې په ګډون د سیمې په هېوادونو کې «په تروریستي جنایتونو کې دخیله» وه.

د هغې یوې لور هم ویلي دي چې مور یې له داعش ډلې سره د یو ځای کېدو هیله لرله او یو زوی یې جبرایل بیا ویلي دي چې مور یې خپلو اولادونو ته ډېر پام نه کاوه.

په خپله فلوکي-اکرین له قاضي څخه وغوښتل چې په هغې باندې زړه وسوځوي او کمه سزا ورکړي. هغې قاضي ‌ته وویل: «زه په خپلو انتخابونو ډېره پښېیمانه یم. زما د کارونو له کبله که هر چاته زیان رسېدلی وي، ترې بخښنه غواړم.»

څارنوال ویلي دي چې دغه میرمن د کانزاس په ایالت کې په یوې ښې کورنۍ کې لویه شوې او په ښوونځي کې تکړه زده کوونکې وه. په کومې کورنۍ کې چې هغه وه، هغه کورنۍ په ۲۰۰۸ کال کې مصر او بیا په ۲۰۱۱ کال کې لیبیا ته ولاړه.

کله چې په بنغازي کې د امریکا په سفارت باندې برید وشو، دوی هلته وو. څارنوال وویل چې فلوکي-اکرین په عربي ژبه خبرې کولای شي او په خبره یې له ترهګرو سره یې د امریکا د سفارت څخه د غلا شویو اسنادو په ژباړې کې مرسته کړې ده.

دوی بیا په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳ کالونو کې عراق، ترکیې او سوریې ته سفرونه وکړل او د موصل په ښار کې د داعش په فعالیتونو کې دخیل شول.

د هغې دویم مېړه، چې په ترکیې کې زېږېدلی و، په ۲۰۱۵ کال کې وژل شوی دی. هغه درې ځلې واده شوې چې یو ځل د داعش د یو قومندان سره یې په ۲۰۱۷ کال کې هم واده کړی و.

هغې ومنله چې ښځو او نجونو ته به یې روزنې ورکولې خو ټېنګار یې وکړ چې دا روزنې یې د ځان څخه د دفاع لپاره ورکولې.

هغې وویل: «ما هېڅکله هم جګړه نه ده کړې. یو ډز مې هم نه دی کړی.»

XS
SM
MD
LG