د لاس رسي وړ اتصالات

نظر پوښتنه: امریکایان د تازه راغلیو افغان کډوالو ملاتړ کوي


د نظر د معلومولو په یوې تازه سروې کې معلومه شوې چې څه باندې ۷۰ په سلو کې امریکایان متحده ایالاتو ته د هغو نویو افغان کډوالو د راتګ ملاتړ کوي چې په تیرو شلو کالونو کې یې په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو سره کار کړی.

پدې نظر پوښتنې کې همدارنګه معلومه شوې چې د ۱۰ په سلو کې لږ امریکایان د افغانانانو په راتګ ندي خوښ.

دا نظر پوښتنه چې د اې پي خبري اژانس او د نظریاتو د تحقیقاتو ملي مرکز په ګډه کړې، پکې معلومه شوې چې ۷۲ په سلو کې امریکایان افغان کډوالو ته د پناه ورکولو ملاتړ کوي.

خو دغو امریکایانو په نظر پوښتنې کې ویلي چې یوازې هغو افغان کډالو ته باید پناه ورکړل شي چې د امنیتي سابقه یې کره شي او د چیک دا مرحله یې ببشپړه شي.

د دې نظر پوښتنې په نتیجه کې معلومه شوې سره لدې چې افغان ژباړونکو او د خطر سره مخ افغانانو ته د پنا ورکولو په سر د جمهوري غوښتونکو او واکمن دموکرات ګوندون تر منځ په پراخه توګه د نظر اختلافات شته دي، خو په دې مسئلې کې بیا هم یوه خوله دي.

یوازې نهه په سلو کې امریکایان په متحده ایالاتو کې د افغان کډوالو د میشت کیدو سره مخالفت لري.

د متحده ایالاتو د اوهایو په ایالت کې د جمهوري غوښتونکي ګوند یو پلوي او پخوانی پوځي انډریو ډیویس وایي چې امریکا د هغو افغانانو "پوروړې" ده چې د امریکایانو سره یې همکارې کړې.

هغه وویل: "زما په فکر هغوي یو وخت زمونږ ملګري وو او زمونږ سره د مرستې کولو په خاطر اوس د خطر سره مخ دي. که طالبان خبر شي چې هغوي زمونږ سره مرسته کړې، د شک پرته چې د هغوي په لټه کې به شي. "

پدې نظر پوښتنې کې همدارنګه معلومه شوې چې د هغو امریکایانو شمیر چې غواړي لا ډیر افغانان دې امریکا ته راشي، نسبت هغوي ته چې ددې کار سره مخالفت لري، کم دی.

پدې ډلې کې ۴۲ په سلو کې امریکایان غواړي چې افغانانو ته باید پنا ورکړل شي خو ۲۶ په سلو کې بیا متحده ایالاتو ته د نورو افغان کډوالو د راتګ سره موافق ندي.

۳۱ په سلو کې امریکایانو د همدې پوښتنې په ځواب کې ویلي چي د نورو افغان کډوالو د راتګ سره نه مخالفت لري او نه ورسره موافق دي.

XS
SM
MD
LG