د لاس رسي وړ اتصالات

په ایران کې د پنځو خوشې شویو امریکایانو الوتکه له تهران څخه والوتله


له ایران څخه راپورونه وایي چې په دغه هېواد کې د پنځو خوشې شویو امریکایانو الوتکه له تهران څخه پرواز کړی دی.

دوی د واشنګټن او تهران ترمنځ د بندیانو د تبادلې په اساس پرېښول شوي دي. د دوی الوتکه نن دوشنبه سپتمبر ۱۸ (وږې ۲۷) له تهران څخه والوتله. سپینې ماڼۍ هم امریکا غږ ته تائید کړې ده چې د دغو امریکایانو الوتکه له تهران څخه د قطر په لورې روانه شوې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزرات ویاند ناصر کنعاني ویلي وو چې د بندیانو تبادله به نن وشي. د دغې تبادلې په اساس، د ایران د ګنګل شویو شتمنیو څخه یې شپږ میلیارد پرېښودل شوي ډالر د قطر بانک ته استول شوي. دا پېسې د جنوبي کوریا له لوري پرېښودل شوي دي.

ایران په جنوبي کوریا باندې د تیلو د خرڅولو له درکه هلته شپږ میلیارد ډالر لرل، چې د امریکا د مخکني ولسمشر دونالډ ټرمپ له لوري په ایران د بندیز له لګولو وروسته ګنګل شول.

د ایران مرکزي بانک مشر محمد رضا فرزین خبري کنفرانس ته وویل چې پرېښودل شوې پېسې په قطر کې د «الاهلي او الدخان» بانکونو ته انتقال شوي دي.

په ایران کې اکثریت بندي امریکايي اتباع ایراني‌ الاصله امریکایان دي. د دوی په منځ کې سوداګر سیامک نمازي هم شامل دی، چې په ۲۰۱۵ کال کې د جاسوسۍ په تور ونیول شو. د هغه کورنۍ دا تور ردوي.

د ایران رسمي اژانس ایرنا وايي چې په نورو نیول شویو کسانو کې پانګوال عماد شرقي، د وحشي ژیو د برخې کارپوه مراد طهباز او دوه نور، چې نغواړي نومونه یې خپاره شي،‌ شامل دي.

ایراني مقامات وایي چې په امریکا کې په نیول شویو ایراني‌ اتباعو کې کامبیز عطار کاشاني او رضا سرهنګپور شامل دي. دوی دواړو په ایران باندې د امریکا د بندیزونو د سرغړونو په تور نیول شوي دي.

یو بل ایرانی کاوه لطف الله افراسیابي هم شته،‌ چې په ۲۰۲۱ کال کې د امریکا په باسټن کې په خپل کور کې ونیول شو. امریکایي چارواکي وايي دی د ایران د حکومت ایجنټ و. دوه نور نیول شوي مهرداد معین انصاري او امین حسنزاده بیا د ایران د امنیتي ځواکونو سره د تړاو په تور نیول شوي دي.‌

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل چې په دغو پنځو خوشې کېدونکو ایرانیانو کې به یې دوه ایران ته ستنېږي، دوه نور به یې په خپله خوښه په امریکا کې پاتې کېږي او درېیم ایرانی به یې یو بل هېواد ته ځي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG