د لاس رسي وړ اتصالات

یو افغان په اُردن کې د ټاکنو نړیواله جایزه وګټله


دغه نړیواله جایزه تیره شپه نورعلي جبارخیل ته په اُردن کې وسپارل شوه.
دغه نړیواله جایزه تیره شپه نورعلي جبارخیل ته په اُردن کې وسپارل شوه.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون پخواني غړي او د یوناما د ټاکنو د برخې مسؤل ډاکټر نورعلي جبارخیل په اُردن کې د یو بریتانیايي بنسټ له لوري د ټاکنو د جایزو د نړیوالې کمیټې تر ټولو معتبره جایزه ګټلې ده او دا جایزه تېره شپه هغه ته ورکړل شوه.

ډاکټر نورعلي جبارخیل له تېرو اتو کلونو راهیسې په یوناما کې د ټاکنو د چارو د څانګې مسؤلیت لري او تر هغه یې وړاندې د ټاکنو په خپلواک کمیسیون کې د بهرنیو اړیکو مسؤل وو.

د لندن میشتي پارلماني مطالعاتو د نړیوال مرکز دې جایزې ته د پنځوسو هیوادونو د ټاکنو اړوندو بنسټونو نه استازي کاندید ول چې له افغانستان نورعلي جبارخیل او له ارجنټاین یو بل کاندید ددې جایزې ګټونکي بلل شوي دي.

دا مراسم چې تېره د اردن د بحر المیت په سیمه کې دایر شوي وو، د پنځوسو هیوادونو دوه سوه د ټاکنو استازو پکې برخه اخېستې وه.

ښاغلي جبارخیل امریکا غږ اشنا راډیو وویل" دا جایزه راته د ټاکنیزو شخړو د مدیریت په برخه کې راکړل شوه. د ټاکنو د اوو نړیوالو متخصصینو له لوري چې په یوه کمیټه کې وو له ارزونې وروسته وړونکی اعلان شوم".

هغه وویل د نړیوالو ټاکنو د چارو پدې سمپوزیم کې چې د ډیسمبر په څلورمه دایره شوی د افغانستان د ټاکنو په تړاوو تجربې هم شریکې شوي دي.

ښاغلي جبارخیل دا هم وویل چې نوموړی په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي یا یوناما سره کار کوي او دا جایزه یې په یوناما کې د ټاکنو په تړاوو د ښو فعالیتونو په اساس ورکړل شوې ده.

هغه وویل "د ۲۰۱۴ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې چې له شخړو ډکې ټاکنې وې، زما له یوناما سره کار او د دواړو کاندیدانو سره د یوناما په استازیتوب لیده کاته او فعالیتونو دغې جایزې ته ونومولم".

د پارلماني مطالعاتو دا نړیوال مرکز له تېرو پنځو کلونو راهیسې د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې د ټاکنو په تړاوو د غوره کارکوونکو لپاره جایزې اعلانوي او دا لومړی ځل دی چې یوه افغان ته دا جایزه ورکول کیږي.

XS
SM
MD
LG