د لاس رسي وړ اتصالات

"طالبانو ته د سولې یو بیساری وړاندیز شوی"


"د افغانستان ولسمشر اشرف غني طالبانو ته د فرورۍ په ٢٨ نیټه بې له کومه شرطه د خبرو یو بیسارې وړاندیز کړیدی."

دغه څرگندونې د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال حکمت خلیل کرزي د نیویارک ټایمز په یوې مقالې کې کړي دي.

ښاغلی کرزی په مقاله کې لیکي چې د افغانستان حکومت په سیاسي بهیر کې د طالبانو رول پېژني او د سولې د یو پراخ تړون په لاسلیکولو یې ټینگار کړی. ورځپاڼه زیاتوي چې دغه وړاندیز د کابل د پروسې د غوندي نتیجه وه. په دغې غونډې کې ٣٠ ملکونو گډون کړی و.

نیویارک ټایمز زیاتوي چې د سولې دغه وړاندیز زمونږ هغه فکر څرگندوي چې ټول افغانان په سولې او درنښت کې د ژوند مساوي حق لري او مونږ دا باور لرو چې دا وړاندیز به طالبانو ته موقع برابره کړي چې د یو قانوني سیاسي قدرت په توگه فعالیت وکړي.

مقاله زیاتوي چې د افغانستان حکومت د طالبانو ټولو غوښتنو اوریدلو ته تیار دي چې پکې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د راتلونکي موضوع، په اساسي قانون کې تعدیل او د بندي طالبانو خوشي کول شامل دي. د افغانستان حکومت په خپل وړاندیز کې دا هم ویلي چې د ملگرو ملتونو د لسټ نه به دطالبانو د قوماندانو نومونه هم لیرې کړي.

ښاغلي حکمت کرزي د نړیوالې ټولنې نه مننه کړیده چې د کابل د سولې د پروسې ملاتړ یې کړی او طالبانو ته د سولې وړاندیز ته یې هرکلې ویلي. هغه زیاته کړي مونږ دیته هم تیار یو چې طالبان هر ځای وغواړي، ورسره خبري کوو.

مقاله کې دا هم لیکل شوي چې د روانې میاشت په اخیره کې به د افغان او پاکستاني دیني عالمانو یوه ډله په اندونیزیا کې ملاقات کوي او د سولې د پروسې لپاره به د اسلامي تعلیماتو په اساس لاره برابروي.

مقاله په اخیره کې لیکي چې اوس طالبان د پریکړې واک لري. "هغوي باید زمونږ خواهش، ژمنتیا او زړهوړتیا وویني او د سولې لپاره گامونه پورته کړي."

XS
SM
MD
LG