د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار کې د انارګل دودیزه مشاعره جوړه شوه


د انارګل دا دودیزه مشاعره هرکال په کندهار کې سلګونو شاعرانو او فرهګنپالو په ګډون په همدې ورځو شپو کې جوړیږي.
د انارګل دا دودیزه مشاعره هرکال په کندهار کې سلګونو شاعرانو او فرهګنپالو په ګډون په همدې ورځو شپو کې جوړیږي.

په کندهار کې د انارګل دودیزه مشاعره د انارو د ګلونو د غوړیدو پر وخت هر کال په همدې ورځو شپو کې جوړیږي.

تیره شپه په یوه لویه غونډه کې چې په کې په سلګونو شاعرانو او فرهنګپالو ګډون کړی وو، دا دودیزه کلنۍ مشاعره د عینو مینې په یو تفریحي پارک کې جوړه شوې وه.

دې مشاعرې ته له کندهار سربیره د افغانستان له بیلا بیلو برخو څخه هم په زیات شمیر شاعران او فرهنګپال وربلل شوي وو.

په دې مراسمو کې د مشاعرې او وینا وو تر څنګ موسیقي او تمثیل پارچې مهم شاملې وې.

د تیرې شپې په مشاعره کې ډیرو شاعرانو په پاکستان کې د منظور پښتین په مشرۍ د پښتنو د ساتنې د غورځنګ او په افغانستان کې د سولې په ملاتړ شعرونه ولوستل.

په دودیزه مشاعره کې د ډیورنډ د کرښې د پاکستان له غاړې هم یو شمیر پښتانو شاعرانو ګډون کړې وو.

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر رسول باوري د دې کلنی دودیزې مشاعرې مشر میلمه وو .

ښاغلي باوري وويل، چې شعر د معنیویت تر څنګ د ټولنې د سمون او اصلاح یوه وسیله هم کیدلی شي.

ښاغلي باوري زیاته کړه، چې شاعر حقایق منعکس کوي، چې د هغه پر وینا د ټولنې د اصلاح سبب ګرځي.

ښاغلي باوري د افغان حکومت په استازیتوب وويل، چې حکومت به پدې مشاعره کې د شعرونو پر اصلاحي برخه عمل کوي.

د پښتو ادبیاتو لوستونکي باور ښيي چې د حق غوښتنې او سولي په پلوۍ د وروستیو حرکتونو په ملاتړ پښتو شعر او نثر هم ځانګړی اغېز کړی دی.

یو شمیر پښتانه لیکوال او فرهنګپان په دې باور دي، چي پښتو ژبه تر ډيره په ولسي ادبیاتو ، شعر او نثر باندې بډایه او ژوندۍ ساتل شوېده.

دوی وایي، چې اړتیا ده چي دغه ډول فرهنګي میلو او غونډو ملاتړ وشي او په پراخ ګډون سره ولمانځل شي .

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG