د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د ساري ناروغیو تر ټولو جګپوړی متخصص انتوني فاوچي دنده پریږدي


په متحده ایالاتو کې د ساري ناروغیو تر ټولو جپګوړی متخصص ډاکټر انتوني فاوچي چې د کرونا ضد مبارزې کې د هیواد یو تر ټولو مهم شخصیت دی، دوشنبه اګست ۲۲ (زمري۳۱) ویلي چې د همدې روان ۲۰۲۲ کال په پای کې غواړي تقاعد واخلي.


ډاکټر فاوچي چې اوس یې عمر ۸۱ کاله دی د ۱۹۸۴ کال راپدیخوا د متحده ایالاتو د حساسیت او ساري ناروغیو د ملي انسټیټیوټ مشر دی.

ښاغلی فاوچي په ۲۰۲۰ کال کې د مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ سلاکار پداسې حال کې وټاکل شو چې د کرونا وبا خپریدل تازه پیل شوي و او په امریکا کې دې وبا زور اخیستی و.

ډاکټر فاوچي د جمهور رئیس د سلاکار په توګه وخت ناوخته د امریکایانو څخه غوښتل چې د کرونا وبا پر ضد واکسین وکړي چې ډیری کسانو دا کار وکړ خو میلونونه امریکایانو بیا ویل چې د دې واکسین کول د هغو په شخصي حرم کې لاسوهنه ده او له همدې کبله پدې ویروس تر اخته کیدو ورسته مړه شول.

ځینو کسانو د ژوند په وروستیو شپو ورځو کې منلې وه چې د واکسین نه کولو له کبله په غلط لوري روان و.


انتوني فاوچي د جمهور رئیس جو بایډن په دورې کې د سپینې ماڼۍ د روغتیایي چارو جګپوړی سلاکار وټاکل شو. د ښاغلي فاوچي په سلا مشورې حکومت په هیواد کې ورزشي کلبونه، ساقي خانې، رسټورانټونه او ښوونځي وتړل چې د ځینو ایالتونو محافظه کارو چارواکو پرې انتقادونه هم وکړل.


ډاکټر انتوني فاوچي د ساري ناروغیو د متخصص په توګه د متحده ایالاتو ۷ جمهور رئیسانو ته چې دموکراتان او جمهوري غوښتونکي دواړه پکې شامل دي، سلا مشورې ورکړي.

د استعفا تر اعلان وروسته د امریکا جمهور رئیس جو بایډن ښاغلی فاوچي وستایه چې نیمایي پیړۍ یې په حکومت کې کار کړی.

ښاغلي بایډن وویل، "د عامې روغتیا په برخې کې د ډاکټر فاوچي د ګڼ شمیر خدماتو له کبله دلته په متحده ایالاتو او نړۍ کې ګڼ شمیر ژوندونونه ژغورل شویدي."

د امریکا د پخواني جمهور رئیس براک اوباما په دورې کې چې جو بایډن یې مرستیال جمهور رئیس و، ډاکټر انتوني فاوچي د زیکا او ایبولا ویروسونو په هکله حکومت ته سلا مشورې ورکولې.

جمهور رئیس بایډن پدې هکله وویل، " که تاسو د هغه سره په شخصي توګه کتلي وي که نه خو هغه د خپل کار له کبله د ټولو امریکایانو ژوند لمس کړی".

دې ۸۱ کلن ډاکټر د دندې پریښودو پر وخت ویلي چې غاړي د "خپل کار نوی باب پیل کړي او د ساینس په برخې کې نوي نسلونه وهڅوي او سلا مشورې ورکړي"

XS
SM
MD
LG