د لاس رسي وړ اتصالات

ترمپ: امریکا ته د راروانو کډوالو راتگ، پر امریکا برید دی


د مهاجرت ضد فعالین امریکا ته راروان د مهاجرو کاروان ته د یو سیاسي سوغات په سترگه گوري
د مهاجرت ضد فعالین امریکا ته راروان د مهاجرو کاروان ته د یو سیاسي سوغات په سترگه گوري

ولسمشر ترمپ پرون یو ځل بیا په دموکراتانو تور ولگاو او پرته له کوم ثبوت څخه یې وویل چې ډموکراټان میلیونونه غیرقانوني کډوال هڅوي چې د امریکا قوانین مات کړي، له سرحده تیر او امریکایانو ته ستونزې جوړې کړي.

د مهاجرت ضد فعالین هیله لري چې ولسمشر ترمپ د مهاجرت مسله یوه ملي ستونزه وښیي او د خلکو پاملرنه د جمهوري غوښتونکي گوند له جنجالي سیاستونو څخه بلې خوا ته واړوي.

ولسمشر ترمپ د دوشنبې په ورځ (اوکتوبر ٢٣) د تکزاس په هیوستن کې د کانگرس منځمهالو ټاکنو لپاره په یوه کپماین کې وویل چې د گواتمیالا او هاندروس څخه د مهاجرو راروان کاروان به امریکا ته امنیتي گواښ پیښ کړي.

ولسمشر ترمپ وویل "په دغو مهاجرو کې د بد خلک شته."

ترمپ وایي هغه د تکزاس د والي گریک ابوت سره د دغو کډوالو په اړه خبرې کړې دي او تکزاس به هیواد ته د کډوالو د ننوتو د مخنوي لپاره بل ډول دیوال جوړ کړي.

پخواني ولسمشر بارک اوباما په لاس ویگاس کې یوې سیاسي غونډې ته وویل هغه څه باید خلکو ته وویل شي چې ریښتیا دي.

د ولسمشر ترمپ د سیاستونو د ملاتړو لپاره، د منځمهاله ټاکنو څخه څو اونۍ مخکې، د مرکزي امریکا څخه د مهاجرو راروان کاروان یو سیاسي سوغات دی.

د مهاجرو د حقونو مدافعین د امریکا ته د راروانو مهاجرو په تیره په دغه کاروان کې شامل د ښځو او ماشومانو د خوندیتوب او امنیت په اړه اندیښنه څرگنده کړې او د ولسمشر ترمپ په کلکو څرگندونو باندې شدید انتقادونه کړي چې ټول کډوال یې مجرمین بللي دي.

دموکراتان وایي ولسمشر ترمپ هڅه کوي چې د خلکو توجه د روغتیایي بیمې د مسلې په څیر له هغو مسلو څخه واړوي چې جمهوري غوښتونکو نیمگړې پریښي دي.

ولسمشر ترمپ ویلي چې متحده ایالات به د مرکزي امریکا په دریو هیوادونو گواتیمالا، السلوادور او هاندوراس باندې بهرنۍ مرستې بندې که چېرې امریکا ته یې د ناقانونه کډوالو مخه ونه نیوله.

د مکسیکو ولسمشر ویلي چې ولسمشر ترمپ ته به یو لیک واستوي چې پکې د امریکا او کانادا نه غوښتنه کوي چې د مرکزي امریکا په انکشافي پروژو کې پانگونه وکړي څو هغو هیوادونو کې غربت او بې وزلي له منځه لاړ شي چې خلک یې د ښه ژوند په لټه کې په غیر قانوني ډول امریکا ته د تگ هڅه کوي.

XS
SM
MD
LG