د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما: د اولاکي وژل کیدل د القاعدې دپاره غټه ضربه ده


اوباما: د اولاکي وژل کیدل د القاعدې دپاره غټه ضربه ده
اوباما: د اولاکي وژل کیدل د القاعدې دپاره غټه ضربه ده

په آمریکا کې زیږیدلی یو افراطي مذهبي مشر چې یمن او آمریکا دواړه پسي ګرځیدل ، په یمن کې وژل شوی دی. ریپوټونه وايي چې هغه د آمریکا په هوايي برید کې وژل شوی. خبري ریپوټونه وايي چې د آمریکا مرکزي استخباراتو ادارې یا سي آی ای دغه عملیات تنظیم کړي دي.

د آمریکا جمهور ریْس بارک اوباما د اولاکي وژنه د القاعدې دپاره یوه غټه ضربه بللې ده.

ښاغلي اوباما چې د واشنګټن دباندي یې نظامیانو ته وینا کوله وویل چې د اولاکي وژنه دا په ډاګه کوي چې د القاعدې ترهګر او حامیان یې د نړۍ په هیڅ برخې کې پټیدای نشي.

د یمن د دفاع وزارت وايي چې انور الاولاکي چې د القاعده قواوو سره یې په دغه هیواد کې اړیکې درلودې د څو نورو مشکوکو ترهګرو سره یوځای وژل شوی دی. داچي دا عملیات چیري او څه وخت شوي دي، په دې هکله جزیات لا نه دي خپاره شوي.

خو لویدیځو مطبوعاتي سرچینو د آمریکایی مقاماتو نه نقل قول کړی دی چې اولاکي د وژلو ماموریت د سي آی ای له خوا هماهنګي شوی و او د آمریکا د خاصو قواوو د قوماندانۍ له خوا پلي شوی دی. په ماموریت کې هغې قطعې برخه اخیستې وه چې د مې په میاشت کې یې د القاعدې مشر اسامه بن لادن وواژه.

قومي مابعې او امنیتي قواوې وايي چې اولاکي نن د جمعې په ورځ وختي هغه مهال ووژل شو چې د القاعدې یو قطار د یمن په ختیځه برخه کې په نښه شو.

ريپوټونه وايي چې په دغه ماموریت کې د آمریکايي الوتکې نه کار اخیستل شوی و. د یادونې وړ ده چې آمریکا په یمن کې پخوا هم د القاعدې د ترهګرو پرضد د بې پیلوټه الوتکو حملې کړي دي.

په اولاکي پسي په یمن او امریکا کې امنیتي منابعې ګرځیدلې. پر هغه باندي د یولړ ترهګریزو اعمالو شک وو چې په کښي د ۲۰۰۹ کال تروریستي حمله هم شامله وه. دغه راز پر نوموړي باندي د دې شک هم و چې تیرکال یې د آمریکا د تکساس ایالت په نظامي مرکز کې د پوځیانو په وژنو کې لاس درلود. هغه په دې هم تورن و چې په یمن کې یې تیرکال یو فرانسوی وژلی و

XS
SM
MD
LG