د لاس رسي وړ اتصالات

جرمني کې د خوراکي توکو د ضایع کیدو د مخنیوي لپاره اپلیکیشن جوړ شوی


په جرمني کې د هغو کسانو شمیر ورځ تر بلې په ډېریدو دی چې د نوې ټکنالوژۍ څخه د خوراکي توکو د ضایع کیدو مخنیوي لپاره ګټه اخلي.

دغه اپلیکیشن په ۲۰۱۵ کال کې یو څو ډنمارکي سوداګرو جوړ کړی و چې اوس یې په جرمني کې هره ورځ شاوخوا ۵۰۰۰ کسان ډاونلوډوي او کار ترې اخلي.

اوس مهال ۱۰ ملیونه کسان دغه اپلیکیشن کاروي او شاوخوا ۲۳ زره رستورانتونو ورسره ځانونه راجستر کړي دي.

د دغه اپلیکیشن په مرسته رستورانتونه کولی شي خپل خوراکونه په ډیره ارزانه بیه د ورځې په وروستیو ساعتونو کې خرڅلاو ته کښیږدي چې په دغه کار سره د ګن شمیر خوراکي توکو د ضایع کیدو مخنیوی کیږي.

دغه اپلیکیشن ته د رستورانتونو برسیره ګڼ شمیر هغه خلک هم خوشحاله دي چې د شپې ناوخته کور ته له تګ وروسته د ډوډۍ پخولو حوصله نه لري.

د اپلیکیشن کاروونکي د هر خوراک لپاره چې د دغې لارې یې اخلي نږدې ۱ یورو فیس ورکوي خو خوراکي توکي بیا تر ۵۰ سلنه په کم قیمت تر لاسه کوي.

د اپلیکیشن ډیری کاروونکي ځوانان، محصلین او هغه کسان دي چې د ټکنالوژۍ په برخه کې زده کړې کوي.

د دغه اپلیکیشن جوړونکي وایي چې تر دې دمه یې د ۱۴ میلیونو خوراکونو د ضایع کیدو مخه نیولې چې په خپل وار دغه کار په هوا کې د ۳۵ زره ټنه کاربن د تیتیدلو مخه نیولې ده.

د جرمني حکومت هم د ورته اپلیکیشنونو ملاتړ کړی او دا یې د هوا د ککړتیا مخنیوي په برخه کې یو ستر ګام بللی. د جرمني صدراعظمې،انګلا مرکل ویلي چې تر کال ۲۰۳۰ پورې غواړي په جرمني کې د خوراکي توکو ضایع کیدل تر نیمایي پورې کم کړي او د خلکو یې غوښتي چې دغسې اپلیکیشنونه وکاروي او له دولت سره پدې برخه کې مرسته وکړي.

معلومه نه ده چې داسې اپلیکیشنونه به د هوا د ککړتیا په مخنیوي کې څومره غټ رول ولوبوي خو د چاپیریال ساتنې کارپوهان ورته ډیر خوشبین ښکاري.

XS
SM
MD
LG