د لاس رسي وړ اتصالات

دایکنډي کې سږکال د مڼو حاصلات تر ۳۰ ٪ زیات شوي


په افغانستان کې بزګزان په مرکزي ولایتونو کې زیات د مڼو باغونه لري.
په افغانستان کې بزګزان په مرکزي ولایتونو کې زیات د مڼو باغونه لري.

د دایکنډي ولایتي چارواکي وايي، سږکال بزګرانو په دغه ولایت کې له ۳۲ زرو تټنو څخه زیات د مڼو حاصلات اخیستي، چې دا حاصلات د تیرکال پرتله له دیرش فیصدو څخه زیات دي.

د دایکنډي ولایت د کرهڼې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس سید عبدالواحد فیروزي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې سږکال په دغه ولایت کې بزګرانو ۳۲ زره څلور سوه اته اویا ټنه د مڼو حاصلات راټول کړي دي.

ښاغلي فیروزي وویل، تیرکال په دغه ولایت کې د مڼو حاصلات ۲۲ زره ټنو ته رسیدلي وو.

تیرکال د دایکنډي د ولایت په ګډون د افغانستان په شاوخوا شلو ولایتونو کې سخته وچکالي وه، چې له امله یې په دغه ولایت کې د مڼو حاصلات هم زیانمن شوي وو.

خو د دایکنډي ولایتي چارواکي وايي، چې د ژمي په موسم کې د واورو او په پسرلي کې د بارانونو اورښت د افغانستان د نورو ډیرو برخو په څیر په دې ولایت کې هم د وچکالۍ اغیزې ډیرې کمې کړي دي، چې له امله یې د مڼو د حاصلاتو کچه هم لوړه شوې ده.

ښاغلي فیروزي وویل " مونږ هرکال د باغدارۍ د صنعت د ودې لپاره دوه کمپایونه لرو. سږکال حاصلات ډیر ښه وو او د مڼو ونو د دایکنډي د هوا سره ډیر ښه توافق لره، چې حاصلات یې هم د قناعت وړ وو".

د دایکنډي ولایتي چارواکي وايي، په تیرو دوو کلونو کې په دغه ولایت کې تر څلور زرو جریبو پورې د کرهڼې په ځمکه باغونه جوړ شوي دي.

دایکنډي ولایت د مڼو د حاصلاتو سربیره په افغانستان کې د بادامو د حاصلاتو په برخه په هغو دوو ولایتونو کې شامل دی، چې په کې زیات بادام تولیدیږي.

XS
SM
MD
LG