د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر غني احمدضیا مسعود له دندې لېرې کړ


تر اوسه په خپله احمد ضیا مسعود څه نه دي ویلي
تر اوسه په خپله احمد ضیا مسعود څه نه دي ویلي

جمهوري ریاست وايي ولسمشر محمد اشرف غني په اصلاحاتي چارو او ښې حکومتولۍ کې خپل فوق العاده استازی احمدضیا مسعود لېرې کړ.

د بلخ والي‌ عطا محمد نور له اجرایي‌ رئیس عبدالله عبدالله نه غوښتي چې په دې اړه وضاحت ورکړي.​

ښاغلي‌ نور په خپل رسمي‌ فیسبوک کې لیکلي‌ چې عبدالله عبدالله هم د جمعیت اسلام له ادرس نه حکومت ته داخل شوی دی او باید په دې اړه توضیحات ورکړي.

ارګ د یوې اعلامیې له لارې د ښاغلي مسعود د لېرې کېدو خبر خپور کړی دی.

د ولسمشر د ویاند مرستیال دوا خان مینه پال په خپل رسمي فیسبوک کې لیکلي دي " ولسمشر، احمدضیأ مسعود له دې امله چه د اصلاحاتو په راوستلو کي بریالی نه و، له دندي لېري کړ".

خو تر اوسه په خپله احمد ضیا مسعود په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

احمدضیا مسعود، چې د شمالي ټلوالې د مخکني جهادي قومندان احمد شاه مسعود ورور دی، د جمهوري ریاست په تېرو انتخاباتو کې د ولسمشر غني کلک ملاتړی و.

ښاغلی مسعود د جمعیت ګوند، چې عبدالله عبدالله او عطا محمد نور یې مخکښ غړي دي، غړی هم دی.

XS
SM
MD
LG