د لاس رسي وړ اتصالات

د غیرقانوني مهاجرو خلاف په امریکا کې نوی قانون


د امریکې د اریزونا په ایالت کې نن د غیر قانونی مهاجرو په خلاف د یوه ایالتی قانون د یوې برخې تطبیق کیدل شروع شوي دي.

د امریکا د فدرالي محکمې یوې قاضئ پرون په موقتي توگه ددغه قانون د ځینو جنجالي برخو دعملی کولو په خلاف حکم صادر کړ.

خو د اریزونا گورنره جېن برییور وايي چې ان د امریکا د سترې محکمې پورې به ولاړه شي او د فدرالي محکمې د فیصلې په خلاف به درخواست ورکړي.

ددې قانون له مخې ایالتي پولیس ددې اجازه لري چې د تلاشئ په وخت د ېوه سړي نه په امریکا کې په قانوني توگه د اوسیدلو د اسنادو په باب پوښتنه وکړي.

ددې قانون هدف دا دی چې په اریزونا کې غیر قانوني اوسیدونکي مهاجر راگیر کړي.

خو محکمې په خپل حکم کې وویل چې ایالتي پولیس باید هغه کسان چې د غریبئ او مزدورئ لپاره راځي مجبور نه کړي چې تل باید د ځان سره د مهاجرت اسناد ولري.

د اریزونا گورنرې د امریکا په فدرالي حکومت باندې الزام لگولی دی چې د غیر قانوني مهاجرو په باب یې ددغه ایالت مشلات نه دي حل کړي.

XS
SM
MD
LG