د لاس رسي وړ اتصالات

وسله والو د کندهار ـ ارزګان په لار له ۲۰ زیات مسافر برمته کړي


د کندهار – ارزګان لویه لار د ارزګان ولایت د ناامنه سیمو په اوږدو کې پرته ده.
د کندهار – ارزګان لویه لار د ارزګان ولایت د ناامنه سیمو په اوږدو کې پرته ده.

د ارزګان ولایتي چارواکي وایي، تیره ورځوسله والو د کندهارـ ارزګان په لویه لار شاوخوا دیرش مسافر چې پنځه افغان پولیس هم په کې شامل دي، له موټرو کښته کړي او نامعلوم لور ته یې له ځان سره وړي دي.

د ارزګان د والي ویاند دوست محمد نایاب امریکاغږ ته وويل، چې دغه مسافر د کندهار – ارزګان د لويې لاري د سرخ بېد په سیمه کې وسله والو له موټرو کښته کړې او نا معلوم لور ته يې له ځان سره وړي دي.

ښاغلي نایاب وویل،چې امنیتي ادارې هڅه کوي چې د ټولو یرغمل شویو کسانو هویت څرګند کړې.

هغه وویل، په برمته شوو مسافرو کې د کندهار ولایت د مېانشین ولسوالۍ پنځه پوليس هم شامل دي.

ښاغلي نایاب وویل " وسله وال تېره ورځ ناوخت لارې ته را وتلي وو، هغه مسافر چې له ارزګان څخه کندهار ته تلل او یاهم له هغې خوا ارزګان ته راتلل، هغوی پلټل او له ۲۵ څخه تر ۳۰ کسانو پورې يې له ځان سره یرغمل کړي چې موږ يې د خلاصون لپاره له بیلا بیلو لارو څخه کار اخلو".

د کندهار – ارزګان لویه لار د ارزګان ولایت د ناامنه سیمو په اوږدو کې پرته ده.

تیرکال دا لویه لار دوه ځله د افغان حکومت د وسله والو مخالفینو له خوا د ترافیکو پرمخ تړل شوې وه، چې د لارېتر خلاصون وروسته د دغې لارې مسیر یوې برخي ته تغیر هم ور کړل شو.

د ارزګان د امنیت امر سمونمل عبدالقوي عمري امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل، چې په یرغمل شویو کسانو کې د ارزکان ولایت اړوند نظامي سرتیري نشته.

ده زیاته کړه چې د سرخ بېد سیمه کې د کندهار او ارزګان ترمنځ سرحدي سیمه ده او وسله والو تېره ورځ د ماښام او مازیګر ترمنځ وخت کې دغې لارې ته را وتلي وو.

وسله والو طالبانو پدې اړه کومه تبصره نده کړې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG