د لاس رسي وړ اتصالات

دریو میاشتو کې شاوخوا دوه سوه زره افغانان بې ځایه شوي


تیر ۲۰۱۸ میلادي کال کې د جګړو او وچکالۍ له امله شاوخوا اوه سوه زره خلک له خپلو کورونو نورو سیمو ته کډه کړې وه.
تیر ۲۰۱۸ میلادي کال کې د جګړو او وچکالۍ له امله شاوخوا اوه سوه زره خلک له خپلو کورونو نورو سیمو ته کډه کړې وه.

د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو وزارت وايي، د روان ۲۰۱۹ میلادې کال له پیل څخه نن د مارچ د میاشتې تر ۲۳ مې ورځې پورې د جنګ، ناامنۍ او سیلابونو له امله تر دوو سوو زرو پورې افغانان دننه په خپل هیواد کې له خپلو مینو بې ځایه شوي.

د دغه وزارت ویاند محمد رضا باهر امریکا غږ اشنا تلویزیون سره په مرکه کې وویل، چې د دغو بې ځایه شوو زیات شمیر یې د وروستیو سیلابونو له امله خپلو مینو پریښودلو ته اړه شوي دي.

د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې په تیر ۲۰۱۸ میلادي کال کې په افغانستان کې اوه سوه زره افغانان بې ځایه شوي وو، چې نیمايي یې د وچکالۍ له امله له خپلو سیمو څخه نورو سیمو ته کډه شوي وو.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر " اوچا" د تیرې اونۍ د راپور له مخې وروستیو سیلابونو په ۱۴ ولایتونو کې خلکو ته د ځاني زیان د اړولو سربیره یو سل دوویشت زرو کسانو ته مالي زیان هم اړولی دی.

" اوچا" ویلي، چې په روانه میاشت کې سیلابونو د فراه، کندهار، هلمند ، کونړ، ننګرهار، او زابل په ولایتونو کې خلکو ته زیات زیان اړولی دی.

په فراه کې د دغو سیلابونو له امله دوه پنځوس زره کسان، کندهار کې دوه دیرش زره ۷۵۰ تنه او هلمند کې اتلس زره ۳۴۰ تنه زیانمن شوي دي.

" اوچا" وايي، چې د فراه، کندهار، هلمند، هرات، کاپیسا، پروان، زابل او کابل په ولایتونو کې سیلابونو دولس زره او څلور سوه یوڅلویښت کورونه ویجاړ کړي، چې یوازې اوه زره او ۵۶۷ یې په فراه او کندهار په ولایتونو کې ویجاړ شوي دي.

" اوچا" د رپوټونو پر اساس ویلي، چې په دغو دوو ولایتونو کې سیلابونو یوسل او څلویښت ښوونځي هم ویجاړ کړي دي.

همداشان تیره اونۍ د هرات په ولایت کې هم سیلابونه راوتلي وو، چې له امله یې دیارلس تنه وژل شوي وو.

تراوسه لا په دغه ولایت کې د سیلابونو له امله د پیښ شوي مالي زیان په باب راپور نه دی خپور شوی.

XS
SM
MD
LG