د لاس رسي وړ اتصالات

واشنګټن پوست: طالبانو په افغانستان کې د آمریکا دایمي اډې رد کړي


واشنګټن پوست: طالبانو په افغانستان کې د آمریکا دایمي اډې رد کړي
واشنګټن پوست: طالبانو په افغانستان کې د آمریکا دایمي اډې رد کړي

دواشنگټن پوست ورځپانه لېکی چې ېوه سناتور وړاندېز کړی و چې دامرېکا متحده اېالات په دې غور کوی چې په افغانستان کې داېمی نظامی اډی ولری. رپوټ وايی چې دغه وړاندېز دطالبانو قهر او غوسه را پارولی ده. دواشنگټن پوست ورځپاڼه لېکی چې دانټرنېټ په ېوه تبصره کې طآلبانو لېکلی دی چې د سناتو لندسی له تبصره دا ثابتوی چې امرېکا دافغانستان د اشغال نېت لری او اتباع ېې له خپل حق نه محروموی. دانټرنېټ تبصره زېاتوی چې " دهغه په وېنا کې په غوڅه توگه دامرېکا د استعماری اهدافو نه پرده پورته شوېده. "

داستخباراتوهغه ډله چې دافراطېانو د وېبپاڼؤ څارنه اوکتنه کوی لېکی چی طالبان وايی امرېکا غواړی خپل تفو ق په سېمه کې قاېم کړی. دواشنگټن پوست ورځپانه لېکی چې سناتور لنډسی گراهام دامرېکا د سنا د وسله والی کومېټی غړی دی ؛ هغه دان بی سی په مېټ د پرېس پروگرام کې وېلی وو چې په افغانستان کې دېوڅو هوايی اډو لرل به سېمی ته گټه ورسوی او د افغانستان امنېتی قواو ته به پر طآلبانو باندی برتری ورکړی.

دواشنگټن پوست ورځپانه لېکی چی سناتور گراهام دغه انتقاد ته د پنجشنبی په ورځ ځواب ورکړ. هغه ووېل چې دوی غواړی له افغانانو سره دوامداری اړېکی ولری او دااړېکی به دواړو هېوادونو امرېکا اوافغانستان ته گټه ورسوی. سناتور گراهام داهم ووېل چې د افغانانو اکثرېت نه غواړی چې د طالبانو دکنترول زمانی ته بېرته وروگرځی.

دواشنگټن پوست ورځپانه په پاې کې لېکی چی جمهوررئېس اوباما په خپلو خبرو کې ووېل چې دامرېکا پلان لری چی د خپلو جنگی قواو را اېستل له افغانستان څخه د ٢٠١١ م کال د جولای په مېاشت کې پېل کاندی او دامنېت چاری تر ٢٠١۴ مېلادی پورې افغان امېنتی قواوته وسپاری. هغه په افغانستان کې ددوامدار حضور خبره هم کړېده خو په دې برخه کې ېې تفصېل ندی ورکړی چی دا به په کوم ډول وي.

دټاېمز اف انډېا ورځپاڼه لېکی چې دهند سفارت په افغانستان کې له دوامدار تهدېد او گواښ سره مخ دی. دهند دکورنېو چارو وزېر اېس اېم کرېشنا وايی چې دهند سفارت په دغه هېواد کی له مسلسل خطر سره مخ دی خو هغه ووېل چې موږ ته جمهوررئېس کرزي وعده راکړېده چې امنېت ېې په بشپړه توگه خوندی کړی.

دټاېمز اف انډېا ورځپاڼه لېکی چې هندوستان په کابل کې په سفارت سر بېره په جلال اباد ، کندهار، مزار شرېف اوهرات کې کونسلگرۍ هم لری. په ٢٠٠٨ م کال کې دهندوستان دوه دېپلوماتان هغه وخت ووژل شول چې هغو مشکوکو کسانو دهند پرسفارت برېد وکړ چی گومان کېږی په پاکستان کی به دېره وی. ټاېمز اف انډېا لېکی چې د هند د گټو ساتنه اوامنېت به له افغان مشرانو سره د کورنېو چارو دوزېر په خبرو کې مهم ټکی وی. په دااوس وخت کې دهند تقرېبا ۴٠٠٠ زره ماموران په گڼو پروژو کې په کار اخته دی، چی دبېا رغونی مسله پکې ډېره مهم برخه تشکېلوی.

افغانستان ته د هند دکورنېو چارو دوزېر کرېشنا سفر دهند هغه عزم اواراده څرگندوی چی دافغانستان د بېارغونی په کارونو کی دخېل پاتی شی که څه هم ېو شمېر رپوټونه وایی چې پاکستان غواړی هند له افغانستان څخه ووزی. هند دافغانستان د بېا رغونی لپاره $1.3 billion بلېونه ډالرو دورکولو وعد ه کړېده. په دې کې دسړکونو جوړول، د برېښنا دمرکزونو جوړول او ځېنی نوری بېنادی پروژی شامل دی دټاېمز اف انډېا ورځپاڼه په پاې کې لېکی چې توقع ده هند به خپل مخالف درېځ او اندېښنی ددې پېشنهاد په وړاندی بېا تکرار کړی چې وايی طالبان بېا په ټولنه کې ومنل شی.

XS
SM
MD
LG