روسیه وایی چی د ایران لومړۍ ذروي بټۍ ته به چی د بریښنا د تولید د پاره ده، د آگسټ په ٢١ مه د سونگ مواد ورسوي.
د روسیې د ذروي انرژۍ د ادارې یوه نطاق دا اعلان نن د جمعې په ورځ وکړ او ویې ویل چی په بوشهر کي دې بټۍ ته د سونگ د موادو رسول به ددغي بټۍ د فعالولو مهم گام وي.مگر هغه وویل چی ددې بټۍ کار او فعالیت به په همدې سره دوام پیدا نه کړي.
روسیې د ایران سره ددې بټۍ په جوړولو کي مرسته کړې ده. مگر روسیې په دې وروستیو هفتو کي د ایران د نورو ذروي فعالیتونو په مقابل کي خپل دریځ سخت کړی دی.لویدیځ طاقتونه په ایران باندی دا تور لگوي چی د خپل ملکي ذروي پروگرام د پردې شاته د ذروي وسلو په جوړولو اخته دی، چی دا تور تل د ایراني مقاماتو له خوا رد شوی دی.
د روسیې جمهوررئیس دیمیتري میدویدیف پرون وویل چی دواړه هیوادونه که څه هم چی فعاله تجارتي انډیوالي لري، مگر روسیه د ایران د ذروي پروگرام د فعالیتونو په باب بې توپیره نه شي پاته کیدلای.