د لاس رسي وړ اتصالات

جنرال پیټریس او په افغانستان کې بری؟


د جولای په څلورمې ستر جنرال ډیویډ پیټریس په افغانستان کې د ناټو او آمریکايي قواوو د قوماندې د اخیستلو پرمهال ژمنه وکړه چې بری به ترلاسه کوي. خو پوښتنه دا دا ده چې په افغانستان کې بری به څه ډول وي؟

په کال ۱۹۹۲ کې د پخواني شوري اتحاد ضد مجاهدینو چې ځینې یې اوس طالبان دي د جمهور ریْس نجیب الله کمونیستي حکومت وړنګ کړ او کابل یې ونیوه. دغه راز په کال یو د پاسه ۲۰۰۰ ام کال کې شمالي ټلوالې د طالبانو حکومت وړنګ کړ او د جمهور ریْس کرزي او د هغه د حکومت دپاره یې لاره هواره کړه.

خو زیات شمیر سیاسي فعالین وايي چې د افغانستان اوسنۍ شخړه به د ۲۰۰۱ او یا ۱۹۹۲ کال په توګه پای ته ونرسېږي، بلکې د طالبانو د ځنیو ډلو سره به د قدرت په شریکولو کې پای ته ورسېږي. دوی زیاتوي چې دغه بهیر دمخه لا پیل شوی دی او د جمهور ریْس حامد کرزي هلې ځلې چې د طالبانو د ځینو ډلو سره د سولې خبري وکړي د مخه لا پیل شوي دي.

د آمریکا د سولې د انسټیټوټ نه ډنیل سیرویر وايي چې ددغو هلو ځلو نتیجه به ښايي یو څه د لبنان په شان وي.

سیرویر داسي وویل:

که چیري تاسو د یوه حل پر سر خبري کویْ نو باید لومړۍ دا په ډاګه کړی چې دغه خبري او یا جرګې پر کوم اساس وشي. یو ممکن حل دا دی چې طالبانو ته د دې اجازه ورکړل شي چې د افغانستان په ځینو سیمه ایزو او پرتو برخو کې حکومت وکړي. که چیری داسي وشول نو دا به د لبنان په شان وي چیري چې حزب الله د لبنان ځیني برخې اداره کوي.

په عین حال کې د یاغي ګرۍ ضد چارو ماهر ډیویډ کیلکولن چې په عراق کې د جنرال پیټریس سلاکار پاته شوی دی او د آمریکا د پخوانۍ باندنیو چارو وزیرې کاندولیزا رایس سلاکار و، وايي چې حزب الله په لبنان کې د یوه سیاسي ګوند او تروریستي سازمان په توګه فعالیت کوي.

کیلکولن زیاتوي چې په افغانستان کې د بحران د حل دپاره د خبرو او مذاکراتو تمه کیدای شي.

هغه داسي وايي

په خبرو کې هیڅ ستونزه نشته. اکثراْ د یاغي ګرۍ ضد جکړې د خبرو له لارې پای ته رسېږي خو مهمه مسله دا ده چې دغه خبري باید د قوت له اړخ وشي او اوس مونږ په یوه قوي دریځ کې نه یو واقع چې د طالبانو د ځینو برخو سره خبري وکړه چې د القاعده ترهګرو او کوټې د شورا سره اړیکې وشکوي او د سولې د بهیر سره یوځای شي.

د یادونې وړ ده چې د آمریکا جمهور ریْس بارک اوباما د ۲۰۱۱ کال د جولای میاشت د افغانستان څخه د آمریکايي قواوو د راوتلو د لړۍ پیل ټاکلی دی البته وضعیت ته په کتو سره.آمریکايي مقامات وايي چې دوی هیله لري چې افغاني قواووې په ځانګړې توګه پوځ به د هغه وخت پوري د دې توان پیدا کړي چې لږ تر لږه د امنیت مسولیت ته اوږه ورکړي.

خو د آمریکا د پوځ د اربي پوهنتون څخه دملي امنیت ماهر لري ګوډسن وايي چې د مهال ویش اعلانول ستونزې رامنځ ته کوي.

ښاغلي ګوډسن داسي وویل:

که چیري تاسو مهال ویش ولریْ او د وتلو نېټه په ډاګه شوې وي نو دا د پوځ دپاره ډيره مشکله خبره ده چې په داسي شراېطو کې څه وکړي. که چیري په داسي شرایطو کې پوځ اقدامات هم وکړي او هڅه وکړي چې چارې بشپړې کړي نو اقدامات به یې ښايي د روسانو او منګولیانو په شان وي.

د طالبانو او جمهور ریْس کرزي د حکومت ترمنځ پراخې خبري لا تر اوسه پوري تایید شوي نه دي او طالبان هم وايي چې تر هغه پوري چې بهرنۍ قواووې په افغانستان کې وي دوی به خبرو ته حاضر نشي.

لري ګوډسن وايي چې د نن ورځې طالبان د هغو پخوانیو طالبانو په پرتله چې د ۱۹۹۶ کال نه یې تر ۲۰۰۱ کال پوري په افغانستان کې حکومت کاوه نسبتاْ قوي دریځ لري.

ښاغلي ګوډسن داسي وايي:

که چیري پخوانیو طالبانو ته وګوریْ نو هغوی په نړۍ کې تر ټولو خراب حکومتداري کوله. هیڅ یې نشوای کولای او نه یې هیڅ غوښتل چې وکړي او نه یې پرې باک کاوه خو اوس طالبان هڅه کوي چې هغه خلا ډکه کړي چې د جمهور ریْس کرزي د خرابې حکومتدارۍ په خاطر رامنځ ته شوی دی.

د بلي خوا په واشنګټن کې د آمریکا د امنیت د تحقیقاتي مرکز نه ډیویډ کیلکیولن وايي چې په لبنان کې ایران د حزب الله د ډلې نه حمایت کوي او په افغانستان کې پاکستان د طالبانو ملاتړ کوي چې په افغانستان کې خپلو نفوذ ولري.

هغه داسي وايي:

دا په پاکستان کې یو عادت دی چې د یاغیانو نه خپل په بهرني سیاست کې ګټه اخلي او مونږ دا د ډیر پخوا نه په پاکستان کې وینو. دا هغه څه نه دي چې په یوه ورځ کې له منځه ولاړ شي په دې دلیل چې یو خو دا عادت ګرځیدلی دی او بل دا چي دغه کسان اوس هلته ځای پر ځای شوي دي. څه باید ورسره وشي. اړیکې ورسره وشکول شي. که چیري داسي وشي نو دوی به بې جنجال رامنځ ته کړي. زه فکر کوم چې همدغه یو دلیل دی چې په پاکستان کې دغه کسان د افغانستان د طالبانو نه ملاتړ کوي.

د یادونې وړ ده چې سیاسي ماهرین په دې باور دي چې هند په دې ورستیو کې هڅه کوي چې په افغانستان کې خپل نفوذ زیات کړي چې د کیلکولن په وینا دې کار ګاونډی پاکستان وار خطا کړی دی.

XS
SM
MD
LG