د لاس رسي وړ اتصالات

کانگرس د امریکا په پوځي ماموریتونو له سره غور کوي


د امریکا د اساسي قانون له مخې کانګرس د جګړې د امر د ورکولو حق لري نه سپینه ماڼۍ.
د امریکا د اساسي قانون له مخې کانګرس د جګړې د امر د ورکولو حق لري نه سپینه ماڼۍ.

د کانگرس جمهوري غوښتونکي او دموکرات غړي له کلونو راهیسې ادعا کوي چې د یولسم سپتمبر له پیښو وروسته کانگرس سپینې ماڼې ته د امریکا د پوځ د کارولو لپاره بې حده صلاحیت ورکړی.

امریکایي سناتوران د دوشنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس تیلرسن او د دفاع وزیر جیم ماټیس نه د ترمپ د ادارې د جنگ د مجوز په اړه پوښتنې کوي.

د امریکا د اساسي قانون له مخې کانګرس د جګړې د امر د ورکولو حق لري نه سپینه ماڼۍ.

د کانگرس غړي په دې هم د نظر اختلاف لري چې د دفاع پر وزارت څومره کنترول ولري.

دموکرات سناتور تم کین وایي د امریکا د جنگي مجوز باندې خبرو ته باید فوریت ورکړ شي.

سناتور تم کین
سناتور تم کین

سناتور کین وایي "زه فکر چې په نړۍ د امریکا د عملیاتو په پراخوالي او د هیوادونو د شمیر د اوریدو سره به خلک حیران شي."

سناتور زیاته کړه چې په دې موضوع به نن په استماعیه غونډه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس تیلرسن او د دفاع وزیر جیم متیس نه پوښتنې وکړي.

د امریکا سرتیري عراق او افغانستان د القاعده په وړاندې او اوس په سوریه او نورو سمیو کې د داعش په وړاندې جگړه کوي.

د امریکا د جنگ د نوې مجوز پلویان وایي په ٢٠٠١ کال کې ورکړ شوې اجازه چې په وخت باندې محدوده وه او نه هم په جغرافیې باندې د امریکا جمهور رئیسانو ته اجازه ورکړه چې پرته له دې چې کانگرس ته خپله ستراتیژي وړاندې، چېرې چې یې خوښه وه عسکر ولیږل او جگړه یې وکړه.

شپاړلس کاله دمخه کله چې په امریکا د القاعدې برید وشو او کانگرس سپینې ماڼۍ ته د دې ډلې په وړاندې د جگړې اجازه ورکړه داعش نه په سوریې کې موجود و نه په نورو هیوادونو کې او نه هم په ٢٠٠١ کال کې دا وړاندوینه شوې و چې د امریکا به له سوریې د حکومت اختلافات رامنځ ته شي.

جمهور رئیس ترمپ سږکال اپریل میاشت کې د سوریې په مرکز کې پر یو هوایي اډې باندې تاماهاوک توغندي وویشتل او امریکایي ځواکونه په جون میاشت کې د سوریې د هوایي ځواکونو یوه جنگي جت الوتکه راوپرزوله.

د امریکا یو جمهوري غوښتونکی سناتور باب کورکر وایي "مونږ په بهر کې د ډیرو خطرونو سره مخامخ یو. ځکه ښایي تر بل هر وخت ډیر مهم وي چې د پوځي ځواکونو نه د استفادې په ملي پریکړو کې هوښیاره اوسوو."

د دې ترڅنگ جمهور رئیس ترمپ سږکال په اگست میاشت کې د افغانستان لپاره د اضافي سرتیرو لیږل تصویب کړل او امریکا د سعودي په مشرۍ د هغه ائتلاف ملاتړ کوي چې په یمن کې هوایي عملیات ترسره کوي.

د سناتور جان مکین او لینسي گراهام په څیر د کانگرس اکثره جمهوري غوښتونکي غړي د جنگ داسې یوه مجوزه نه غواړي چې په پنتاگون یا د امریکا د دفاع په وزارت ډیر کنترول ولري.

هغوی ادعا کوي چې د امریکا د پوځ قوماندان باید پخپله پریکړه وکړي چې څنگه په ښه وجه د امریکا دښمنان له منځه یوسي.

خو اکثره دموکراتان وایي هغوي د جنگ داسې مجوزه غواړي چې د امریکا په عسکرو باندې چې جگړې لیږل کیږي محدویت ولگوي چې ولې، چیرته او څومره مودې لپاره جگړه کوي.

څیړونکي:داعش په رقه او موصل کې ماتې خوړلې خو دا د داعش پای نده.
څیړونکي:داعش په رقه او موصل کې ماتې خوړلې خو دا د داعش پای نده.

د داعش تندلاري په سوریې کې له خپلو مهمو مرکزونو څخه په شا تمبول شوي او د هیواد لرې پرتو سیمو، دښتو او بیدیا ته په حرکت کې دي.

خو په لویدیځ کې کارپوهان وایي دا ماته به د داعش پای نه وي بلکې دا ډله د راتلونکو بریدونو لپاره ځان چمتو کوي.

څیړونکي وایي کله چې د داعش ډله په بیدیا او دښتو کې ځای پرځای شول، د دوی سره به د لسگونو هیوادونو څخه د لسگونو زره ملاتړ نه وي نو د داعش جهادیان به چریکي، خال خال او ځانمرگي بریدونه ترسره کړي.

په اروپا کې میشت سوریایي الاصله فعال وایي داعش په بیدیا کې د جگړې سره مینه لري او هغوی به بیرته پخواني طرز جگړې ته مخه کړي.

داعش همدارنگه هڅه کوي چې د نورو سیاسي شخړو لکه تیره میاشت د عراقي حکومتي ځواکونو او پیشمرگه کردي ملیشو ترمنځ له جگړې نه گټه واخلي.

په عراق کې د امریکايي عسکرو قوماندان جنرال پاول فنگ وایي د کرد او عراقي ځواکونو ترمنځ جگړه د مخه لا د داعش په وړاندې له جگړې نه پاملرنه منحرف کړې ده.

خو د جورج تاون پوهنتون کې د امنیتي مطالعاتو مشر بروس هوفمن وایي نړۍ به د ترهگرۍ په وړاندې جگړې کې هغه مهال کامیابه شي چې ټول یو موټي شي.

هوفمن زیاتوي "زه فکر کوم چې په تاکتیکي کچه مونږ جگړه گټو خو په ستراتیژیک ډگر کې مونږ د ډیرو ساده دلایلو له امله له ډیرو ستونزو سره مخامخ یو. داعش او القاعده دواړه، سوگه جگړه کوي چې سیاسي جوړجاړي کمزورې کړي، منتخب سیاسي مشران بې اعتباره کړي او په ټولنه کې ژور اختلافات رامنځ ته کړي."

په واشنگتن کې د ترهگرۍ ضد د مبارزې یو کارپوه متیو لیویت وایي

"داعش د جگړې په ډگر کې ماتې خوړلې خو دا به د داعش پای نه وي. دا یو ستر مثبت گام دی خو داعش به په سیمه کې په هیواد جوړونې کې لږ او په فتنه او فساد او په بهر کې په ترهگریزو بریدونو کې ډیر ښکیل وي."

په واشنگتن کې میشت د کارپوهانو په وینا داعش په سوریې او عراق کې د خپلو مرکزونو د لاسه وروکولو وروسته هڅه به وکړي چې خپل حضور په افغانستان، لیبیا، یمن او د افریقا په شمال کې زیات کړي.

XS
SM
MD
LG