د لاس رسي وړ اتصالات

په فضا کې د یوې ښځې د زیاتې مودې اوسیدو تازه ریکارد


امریکایي فضانورده کریستینا کوچ
امریکایي فضانورده کریستینا کوچ

امریکایي فضانوردې کریستینا کوچ، په فضا کې د یوې ښځې د اوسیدو تر ټولو اوږدې مودې ریکارډ ټینگ کړ.

میرمن کک چې د ٢٠١٩ کال د مارچ د میاشتې په ١۴ نیټه نړیوال فضایي مرکز ته رسیدلې وه، د یکشنبې د ورځې دسمبر ٢٩ پورې په فضا کې ۲۹۰ ورځې تیرې کړي دي.

خو لا هم د کریستینا کوچ ماموریت ندی بشپړ شوی او ټاکل شوې چې هغه دوه میاشتې نورې هم په نړیوال فضایي مرکز کې تیرې کړي.

تمه ده چې میرمن کک په مجموع کې ۳۲۸ ورځې یعنی ١١ میاشتې په فضا کې تیرې کړي.

په فضا کې د یوې ښځې د اوسیدو پخوانی ریکارډ ٢٨٨ ورځې و چې پگي ویتسون، د فضایي ستیشن د قوماندانې په توگه په ٢٠١٦-٢٠١٧ کې په خپل نوم ثبت کړی و.

فضایي ماموریتونه په اکثرو مواردو کې شپږ میاشتنې وي، خو د امریکا د فضایي څیړنو ادارې یا ناسا د اپریل په میاشت کې اعلان وکړ چې د میرمن کک ماموریت د ٢٠٢٠ کال د فبرورۍ پورې اوږد شو.

په فضا کې د نارینه فضانوردې د اوسیدو لپاره د امریکا ریکارد ٣۴٠ ورځې دی چې په ۲۰۱۵ - ۲۰۱۶ کې دسکات کلي په نوم فضانورد په خپل نوم ثبت کړی دی.

خو لا هم په فضا کې د انسان د اوږدمهاله اوسیدو ریکارډ د روسي ډاکتر او ستورمزلي (فضانورد) والري پلیاکوف، پورې اړه لري چې پوره ١٥ میاشتې په فضایي مرکز کې اوسیدلی و.

XS
SM
MD
LG