د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې د عاشورا مراسم تر کلکو امنیتي تدابیرو لاندې لمانځل کیږي


افغان چارواکو د عاشورا د ورځې په مناسبت، د افغانانو تر منځ پر ملي یووالي ټینګار کړی.
افغان چارواکو د عاشورا د ورځې په مناسبت، د افغانانو تر منځ پر ملي یووالي ټینګار کړی.

د افغانستان حکومتي چارواکو د عاشورا ورځې په مناسبت پر ملي یووالي ټینګار کړی او له خلکو څخه یې غوښتي، چې د 'نفاق او شر اچوونکو' د دسیسو ښکار نه شي.

نن یکشنبه د محرم‌الحرام لسمه ورځ ده، چې په افغانستان او د نړۍ نورو هیوادونو کې د ځانګړو مذهبي مراسمو په لړ کې لمانځل کیږي.

د دغې ورځې د لمانځلو لپاره په کابل ښار کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي او د ښار په اکثرو هغو سیمو کې چې شعیه مذهبي ماتم کوونکي راغونډ شوي، افغان امنیتي ځواکونه ځای پر ځای شوي دي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني، چې د عاشورا د مراسمو په یوې لمانځ‌غونډه کې وینا کوله وویل، یو شمیر افراطي عناصر په افغانستان کې د مذهبي احساساتو د راپارولو هڅه کوي، خو د دغه هیواد اوسیدونکو، چې پر وینا یې د اسلامي مذهبونو د ګډ ژوند یوه ستایلې بیلګه ده، د 'دښمنانو' د پرله پسې هڅو سره سره، خپل یووالی ټینګ ساتلی دی.

د ولسمشر غني پر وینا، د حضرت امام حسین لاره د اختلاف او شر نه بلکې، د مسلمانانو تر منځ د یووالي، خیر او اعتدال لاره وه او دا لار مسلمانانو ته د یووالي او ورورولی سبق ورکوي.

ښاغلي غني د افغانانو ترمنځ پر ملي یووالي ټینګار وکړ او ویې ویل "د افغانستان خلک په دیني اعتدال باور لري او د هیڅ لوري افراطي تعبیرونه چې د تفرقې او دښمني سبب کېږي، نه مني".

د ولسمشر غني پر وینا، په اوسنیو شرایطو کې د اوس وخت 'یزیدیان' غواړي چې د زورزیاتي او تشنج له لارې د افغانستان د خلکو ژوند تریخ کړي.

دغه راز، د سولې د عالي شورا رئیس کریم خلیلي وویل، چې روانه جګړه پر افغانانو تپل شوې ده او دا جګړه هر ورځ له افغانانو قُرباني اخلي.

ښاغلي خلیلي وویل، د سولې د راوستلو لپاره افغان حکومت باید له ټولو امکاناتو څخه کار واخلي او روانې جګړې ته د پای ټکی کیږدي.

د ښاغلي خلیلي پر وینا، که د جګړې د پای ته رسولو لپاره بیړني اقدامات ترسره نه شي، افغانستان به په دویمې سوريې بدل شي.

هغه وویل "که جګړه دوام وکړي او موږ ونشو کولی چې سوله پیاده کړو، حتمي ده چې افغانستان به یوه دویمه سوریه شي. نه غواړو چې افغانستان یوه بله سوریه شي".

ښاغلي خلیلي ټینګار وکړ، چې د سولې د ټینګښت لپاره به افغان حکومت خپلو هڅو ته دوام ورکړي او اجازه به ورنکړي، چې افغانستان په دویمې سوریې بدل شي.

د سولې د عالي شورا د مشر افغانانو تر منځ پر یواالي ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې یووالی د افغانستان د دفاع بنسټ جوړوي او له هغې پرته د افغانستان دفاع امکان نه لري.

د افغانستان اجرائيه ریاست هم په یو بیان کې د افغانانو تر منځ پر یووالي او ورورولۍ ټینګار کړی او له خلکو څخه یې غوښتي، چې په خپل یووالي سره د نفاق او شر اچوونکو لاسونه له افغانستان څخه لنډ کړي.

XS
SM
MD
LG