د لاس رسي وړ اتصالات

موسمي بارانونو په اسیا کې سلګونه کسان مړه کړي


د جنوبي اسیا په یو شمېر هېوادونو کې هر کال همدغه وخت موسمي بارانونه کیږي چې یو شمېر خلک مړه کوي او ډېرې سیمې هم ورانوي.
د جنوبي اسیا په یو شمېر هېوادونو کې هر کال همدغه وخت موسمي بارانونه کیږي چې یو شمېر خلک مړه کوي او ډېرې سیمې هم ورانوي.

نژدې هر کال همدغه وخت د جنوبي اسیا په یو شمېر هېوادونو کې موسمي بارانونه او سیلابونه بې شمېره کسان مړه کوي.

په هند کې چارواکي وايي شړکنده بارانونو، سیلابونو او د ځمکې د ښویدو په پېښو کې د دغه هېواد د په بېلا بېلو برخو کې ۱۲۰ تنه مړه شوي او څه باندې یو میلیون نور یې یې بې کوره او بې ځایه کړي دي.

د هند په منیپور کې چارواکي وايي د ژغورنې ډلې د دوشنبې په ورځ په ورکو شویو کلیوالو پسې ګرځېدل چې ځمکه وښوېیده او څلور تنه یې مړه کړل.

د هند په ګاونډي برما کې بیا، له موسمي باران سره تېز باد هم الوتی، سیلابونه راوتلي او تر اوسه یې ۴۶ تنه مړه کړي او د چارواکو په خبره تر دوو سوه زرو ډېر نور خلک په کې اغیزمن شوي دي.

د برما په مرکزي او لویدیځو برخو کې ډېر خلک ځپل شوي چې په نورو سیمو کې ورته د اوسېدو موقتي ځایونه او کمپونه جوړ شوي دي.

یو سیلاب ځپلي، تای شین، د فرانسې خبري اژانس ته وویل" زموږ هر څه په اوبو لاهو شول، زموږ کورونه تراوسه تر اوبو لاندې دي. موږ مخکې هېڅکله هم داسې سیلابونه لیدلي نه وو. "

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې شاید سیلابونه نورې سیمې هم وځپي. د برما په چاین ایالت کې اووه سوه کورونه نړېدلي دي.

د برما ولسمشر تین سین وویل حکومت به تر خپلې وسې له خلکو سره مرسته وکړي، خو زیاته یې کړه چې د چاین ایالت له ډېرو سیمو سره اړیکې پرې شوي دي.

په سیلابونو کې د راکین ایالت هم زیانمن شوی، دغلته ۱۴۰۰۰۰ کسان اوسیږي چې ډېر یې د روهېنګا مسلمانان دي.

په پاکستان کې هم وروستیو سیلابونو۱۱۶ تنه مړه کړي دي، د پاکستان د اضطراري حالاتو سره د مبارزې د ملي ادارې مشر احمد کمال د فرانسې خبري اژانس ته وویل چېسږني موسمي بارانونو او سیلابونو څه باندې، ۸۵۰۰۰۰ خلک زیانمن کړي دي.

راوتلیو سیلابونو په نیپال او ویتنام کې هم د لسګونو کسانو په مرګ تمام شوي دي.

XS
SM
MD
LG