د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې یو وسله وال ۸ تنه وژلي، ۶ یې د آسیایي هیوادونو اتباع دي


پولیسو د دې بریدونو په شک ۲۱ کلن رابرټ ایران لانګ نیولی چې د پیښې په درې واړو ځایونو کې یې موتر لیدلی شوی.
پولیسو د دې بریدونو په شک ۲۱ کلن رابرټ ایران لانګ نیولی چې د پیښې په درې واړو ځایونو کې یې موتر لیدلی شوی.

یوه وسله وال د امریکا د جورجیا په ایالت کې ۸ تنه په ډزو وژلي چې ۶ یې د آسیایي هیوادونو اتباع دي.

پولیس وایي یو سپین پوستي امریکایي چې رابرټ ایران لانګ نومیږي او ۲۱ کاله عمر لري، د سه شنبې، مارچ ۱۶ ( کب ۲۶) یې د جورجیا په ایالت کې په دریو سینګار ځایونو او د چاپي کولو (مساج) په مرکزونو کې ۸ تنه وژلي چې ۷ یې میرمنې او یو یې سړی دی.

د پولیسو په راپور کې ویل شوي چې دې وسله وال لومړی په محلي وخت د مازدیګر په ۵ بجو د چاپي کولو په یو صالون چې آسیایي میرمنو پکې کار کاوه، ډزې وکړلې او ۵ تنه یې ووژل.

پولیسو ددې پیښې نه تقریباً ۵۰ دقیقې وروسته د چاپۍ په یو بل سالون کې د ډزو په هکله راپور تر لاسه کړ. پولیس وایي چې پدې سالون کې هم په ډزو کې ۳ میرمنې وژل شوې.

په دریم برید کې بیا یوازې یوه میرمن وژل شوې.

د جنوبي کوریا د بهرنیو چارو وزارت تائید کړې چې څلور وژل شوې میرمنې د دې هیواد اوسیدونکې وې.

پولیسو د پیښې په تړاو یو مشکوک شخص نیولی.

پولیسو ویلي چې په امنیتي کمرو کې د مشکوک شخص موټر د پیښو په درې واړو ځایونو کې لیدل شوی او ډاډه دی چې همدې مشکوک شخص درې واړه بریدونه کړي.

په همدې حال کې د یو تحقیقاتي رپوټ له مخې په ټولې امریکا کې په آسیایي نژادو امریکایانو د کرکې پر اساس بریدونه د تیر یو کال راپدیخوا په بې سارې توګه ډیر شوي.

تیر کال د متحده ایالاتو په لویو ښارونو کې د هغو امریکایانو په خلاف د نفرت او کرکې پر اساس بریدونه ډیر شوي چې په خټه د آسیایي هیوادونو دي.

د کلیفورنیا په ایالتي پوهنتون کې د کرکې او افراطیت د څیړنو مرکز د امریکا په لویو ښارونو کې په آسیایي الاصله امریکایانو د کرکې پر اساس د بریدونو په هکله معلومات راټول کړي.

دغه معلومات چې امریکا غږ سره هم شریک شوي، پکې ښودل شوي چې په ۲۰۲۰ کال کې د تیر کال په پرتله د امریکا په لویو ښارونو کې د آسیایي امریکایانو سره د کرکې بریدونه ۱۵۰ په سلو کې ډیر شوي و..

پولیسو تیر کال پدې ښار کې ۲۸ پیښې څیړلي چې په قربانیان یې اسیایي الاصله امریکایان وو. پولیسو ویلي چې د ۲۰۱۹ کال په پرتله په ۲۰۲۰ کال کې دا ډول بریدونه ۹ چنده ډیر شوي.

د اسیایي امریکایانو د حقونو مدافعین د دې بریدونو په بې سارې توګه ډیریدل د پخواني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ هغه ویناوې بولي چې د کرونا د وژونکي ویروس د خپریدو ملامتي یې په چین اچوله. یو شمېر عام امریکایان چې د کرونا ویروس د خپریدو له وجې یې اقتصادي او ټولنیز زیانونه لیدلي، غچ یې د آسیایي الاصله امریکایانو نه باسي.

XS
SM
MD
LG