د لاس رسي وړ اتصالات

غزني کې د پوځي منسوبینو ترور زیات شوی


غزني کې چارواکي وايي، چې په تیرو دوو اونیو کې درې پوځي منسوبین ترور شوي دي.
غزني کې چارواکي وايي، چې په تیرو دوو اونیو کې درې پوځي منسوبین ترور شوي دي.

د غزني ولایت چارواکي وايي، په وروستیو څو اونیو کې د دغه ولایت په مرکز کې د پوځي مامورینو د ترور کچه لوړه شوې ده.

د دغه ولایت په مرکز کې نن سهار په یوه تازه پیښه کې ناپيژندو وسله‌والو د بې‌غږه تفنګچې په مټ، د غزني ولایت د امنیې قوماندانۍ د جنايي جرمونو د مدیریت یو افسر حمید ودان وواژه.

د غزني د والي ویاند عارف نوري د دغه خبر په تائیدولو سره امریکا غږ آشنا ته وویل "سره له دې چې د تیر کال په پرتله سږکال د هدفي وژنو په شمیر کې کموالی راغلی، خو سږکال موږ په غزني ولایت کې د اوو ترورونو شاهدان وو".

ښاغلي نوري زیاته کړه، چېیوازې په تیرو دوو اونیو کې د غزني د مرکز اړوند سیمو کې درې پوځي منسوبین، چې یو یې د اردو او دوه نور یې د پولیسو سرتیري وو، وژل شوي دي.

د غزني د ولایتي شورا غړي او مدني فعالان هم په دغه ولایت کې د حکومتي مامورینو او ملکي وګړو د هدفي وژونو د کچې پر زیاتیدو اندیښمن کړي دي.

دوی وايي، په غزني ښار کې په رڼا ورځ ناپیژنده وسله‌والو کسانو له بې‌غږه تفنګچو څخه په استفادې څو تنه ترور کړي دي.

یو شمیر مدني فعالان په دې باور دي، چې په غزني ښار کې دننه د دولتي مامورینو د ترور د کچې زیاتوالي، په دغه ولایت کې ناامني پراخه کړې ده.

XS
SM
MD
LG