د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا نیو مکسیکو کې په ډزو کې ۳ تنه وژل شوي


په پیښه کې د پولیسو دوه افسران هم ټپي شوي.
په پیښه کې د پولیسو دوه افسران هم ټپي شوي.

د متحده ایالاتو د نیو مکسیکو په ایالت کې چارواکي وایي یو ۱۸ کلن وسله وال د دوشنبې په ورځ مې ۱۵ (غوایي۲۵) درې کسان په ډزو ویشتلي او وژلي او نهه نور یې ټپي کړیدي. په پیښه کې د پولیسو دوه افسران هم ټپي شوي.

په سیمه کې د پولیسو مشر باریک کرم په خبري کنفرانس کې وویل چې ګڼ شمیر خلکو د پولیسو عاجلې نمرې ته زنګونه وهلي و او کله چې پولیس سیمې ته ورسیدل یو تن په خلکو ډزې کولې.

د پولیسو په وینا په پیښه کې برید کوونکی هم وژل شوی. برید کوونکي وروسته تر هغې په خلکو ډزې بندې کړې چې پولیس سیمې ته ورسیدل او هغه یې وویشت.

دا پیښه د نیو مکسیکو ایالت د فرمنګټن په ښارګوټي کې شوې چې شاوخوا ۵۰ زره کسان پکې ژوند کوي او د مرکز سانټا في څخه تقریباً ۲۰۰ میله لیرې دی. تر اوسه نده معلومه چې دې ۱۸ کلن هلک ولې په خلکو ډزې کړي او پولیسو ویلي چې د پېښې په هکله یې پلټنې پیل کړي.

په پیښه کې دوه د پولیسو ټپي افسران په روغتون کې دي او چارواکو ویلي چې وضعیت یې د اندیښنې وړ ندی.

د وسله وال تشدد آرشیف په نامه یو غیر حکومتي سازمان چې په متحده ایالاتو کې د ډله ایزو ډزو په هکله معلومات راټولوي وایي چې د روان میلادي کال په لومړنیو پنځو میاشتو کې په امریکا کې ۲۲۵ داسې پیښې شوي چې یو وسله وال پکې په ډیرو خلکو ډزې کړي.

په امریکا کې د دې ډول بریدونو د ډیروالي له کبله جمهور رئیس جوبایډن د همدې روانې مې میاشتې په ۷ مې نیټې یو ځل بیا په کانګرس غږ وکړ چې په نیمه اتوماتیکو وسلو باندې بندیز ولګوي.

جوبایډن د کانګرس له غړو وغوښتل چې د وسلو د کنټرول نوې لایحه ژر تر ژره تصویب کړي چې هغه یې "سمدستي لاسلیک" کړي.

جمهور رئیس بایډن دا غوښتنه د ټکساز په ایالت کې له وسله وال برید څخه وروسته وکړه. په دغې برید کې چې له همداسې یوې وسلې څخه په کې کار اخیستل شوی، لږ تر لږه اته تنه ووژل شول.

XS
SM
MD
LG