د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ ملګرو ملتونو ته : له چین څخه د کرونا په اړه حساب کتاب وغواړئ 


په داسې حال کې چې جمهور رئیس ټرمپ په کور دننه له کرونا ویروس سره په مبارزه اخته دی، نوموړي له ملګرو ملتونو وغوښتل چې له چین څخه د خپلو اعمالو په اړه حساب کتاب وغواړي.

ښاغلي ټرمپ بیجینګ په نړۍ کې د کوویډ۱۹ ویروس په خپرولو تورن کړ. ولسمشر ټرمپ د سه شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو ۷۵ سرمشریزې ته په وینا کې د خپل انتخاباتي کمپاین ډیری موارد بیان کړ.

د ملګرو ملتونو عمومي مجموعې غونډه معمولا د نړۍ د مشرانو په حضور کې د ورځنیو سیاسي مسایلو په اړه وي، خو سږ کال د جمهور رئیس ټرمپ په ګډون، د نړۍ مشرانو خپلې ویناوې په ویډیویي پیغامونو کې وړاندې کړي دي.

د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ وویل: "موږ به واکسین توزیع کړو، ویروس ته به ماته ورکړو، ساري ناروغۍ به ختمه کړو او د نیکمرغۍ، همکارۍ او سولې یوې بې سارې پړاو ته به داخل شو. لکه څنګه چې موږ دغه روښانه راتلونکی تعقیبوو، موږ باید له هغه هیواده حساب کتاب وغواړو چې نړۍ ته یې دا افت خپور کړ، چین یادوم."

ښاغلي ټرمپ، بیجینګ تورن کړ چې پر وخت د کرونا ویروس په اړه معلومات نه شریکوي او د ناروغۍ د خپریدو معلومات هم نه ورکوي.

خو په ملګرو ملتونو کې د چین استازي ژانګ جون د جمهور رئیس شي جین پینګ د وینا د معرفي کولو پر وخت دا تورونه رد کړل او هغه یې بې بنسټه وبلل.

د چین جمهور رئیس شي جین پینګ په خپله وینا کې وویل: "د مشکل د سیاسي کولو او یا بد نامه کولو لپاره هر ډول اقدام باید رد شي. له ویروس سره د مقابلې لپاره موږ باید د کنټرول اوږدمهاله او جامع اقدامات وکړو."

د واشنګټن او بیجینګ تر منځ د تاوتریخوالو ډیریدو ته په کتو، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش وویل نړۍ باید د یوې نړیوالې سړې جګړې مخه ونیسي.

ښاغلي ګوتیریش وویل: "موږ د یو ډیر خطرناک لوري په طرف د تلو په حال کې یو. زموږ نړۍ داسې یوه راتلونکې نشي تحمل کولای چې دوه لوی اقتصادي قدرتونه په نړۍ کې یو لوی مالی او تجارتی درز مینځ ته راولي. هر یو خپل تجارتي او مالي قوانین، انټرنټ او مصنوعي استخاراتي قابلیت پکار واچوي."

د سولې لپاره د امریکا هڅې

جمهور رئیس ټرمپ د افغانستان د سولې د مذاکرو یادونه وکړه او ویې ویل: "همدا اوس چې خبرې کوو، متحده ایالات په افغانستان کې د جګړې د ختمولو په کار مصروف دي او زمونږ ځواکونه بیرته خپل هیواد ته را انتقالوو."

هغه همدارنګه وویل، امریکا د سوله رامنځ ته کوونکي په توګه خپل هدف عملي کوي، هغه د ابراهام په نامه وروستیو هوکړو ته په اشارې، له اسرائیل سره د متحده عربي اماراتو او بحرین د اړیکو عادي کیدو ته چې د هغه د حکومت په منځګړیتوب ترلاسه شوي یادونه وکړه.

د ملګرو ملتونو د تیرو غونډو په شان، ټرمپ یو ځل بیا له ګلوبلایزیشن سره مخالفت وښود او امریکا لومړی ده د خپل بهرنی سیاست تبلیغ یې وکړ. نوموړي زیاته کړه هغه مهال کیدای شي د خپلو اتباعو سم خیال وساتل شي چې د همکارۍ واقعي بنیاد وموندل شي.

XS
SM
MD
LG