د لاس رسي وړ اتصالات

د اترا خدماتي شمېره وړیا کوو- د مخابراتو وزیر


د ولسونو له پرله پسې شکایتونو وروسته، د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارتد مخابراتي خدمتونو د ادارې (اترا) د اړیکو شمېرې د وړیا کولو خبر ورکړی دی.

وزیر شهزاد ګل آریوبي له امریکا غږ سره په یوه مرکه کې ویلي چې لدې وروسته به خلک له کوم مصرف پرته پر ټېلیفون له حکومت سره خپل شکایتونه ثبت کړي.

له څو ورځو راپدې خوا ولسونو په ټولنیزو شبکو کې د "اترا چېرته ده" په نوم کمپاین پیل کړی دی.

ددغه کمپاین له طریقه ډېرو کسانو د مخابراتي او انټرنيټي خدمتونو د کیفیت او لګښتونو په اړه خپلې تجربې شریکې کړي دي.

هغوي وایې چې مخابراتي شرکتونه کافي خدمات نه برابروي او له موبایلونو کرېډیټ "غلا" کوي.

چارواکي مني چې خلکو ته د خدمتونو په برابرولو کې ستونزه شته.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر وایې چې د ټولو مسایلو د حل لپاره پر "جدي تدابیرو" کار کوي.

بشپړه مرکه دلته لېدلې شئ.

د اترا خدماتي شمېره وړیا کوو- د مخابراتو وزیر
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:56 0:00

XS
SM
MD
LG