د لاس رسي وړ اتصالات

د بلخ د والي د افغان حکومت پر مشرانو سخت انتقادونه کړي


د بلخ والي نن د یکشنبې په ورځ د روضې په جومات کې د کوچني اختر د لمانځه پروخت په کابل کې د نوو لاریونونو د پیل ګواښ وکړ.
د بلخ والي نن د یکشنبې په ورځ د روضې په جومات کې د کوچني اختر د لمانځه پروخت په کابل کې د نوو لاریونونو د پیل ګواښ وکړ.

د بلخ والي عطا محمد نور نن د یکشنبې په ورځ د مزارشریف په ښار کې د روضې په جومات کې د کوچني اختر د لمونځ پر وخت د لمونځ کوونکو یوې غونډې ته په وینا کې په کابل کې د اعتراض کوونکو پر وړاندې د افغان حکومت چلند استبدادي وګڼه.

که څه هم ښاغلي نور وویل، چې د اوسنې حکومت د چپه کولو نیت نه لري، خو ویې ویل چې د حکومت بې کفایتي، د خلکو قرباني کیدل، نور ورته د منلو نه دي.

له بهرنیانو سره پټ تړونونو کول، اداري فساد، بې عدالتي، د امنیتي ځواکونو د حقونو لټول او په کابل کې په اعتراض کوونکو باندې ډزې د بلخ والي عطا محمد نور په څرګندونو کې شاملې مسئلې وې. خو هغه دا ونه وویل چې بهرنیانو سره په کومو برخو کې پټ ټړونونه شوي دي.

د بلخ والي له نړیوالې ټولنې څخه وغوښتل چې له داسې یو حکومت نه دې، ملاتړ وکړي چې د عطا محمد نور په وینا خلکو ته ځواب ویونکی واوسي.

هغه په دې هکله په یوه خپره شوې بیانیه کې هم خبرې کړي او ویلي دي" هیله لرم چې نړیواله ټولنه د هیواد له وضعیت څخه په ژور درک سره د حکومت د اصلاح لپاره هڅې وکړي او پیسې یې د دیموکراسۍ د پیاوړي کیدو، د مدني خو‎ځښتونو د پیاوړتیا اود فساد د مخنیوي په برخه کې په مصرف ورسیږي. دا څرګنده ده چې ستاسو پیسې په هغه لار چې تاسو یې غواړئ او ملت یې غواړي په مصرف نه رسیږي.

د بلخ والي ګواښ وکړ که چیرې یې غوښتنې وانه ورېدل شي، نو په کابل کې به د زرګونو کسانو په ګډون مدني لاریونونه چې هغه " خطرناک" وبلل پیل کړي.

همدا راز د بلخ والي په خپلو څرګندونو کې په څو ډلو د طالبانو د ویشلو یادونه هم وکړه او ادعا یې وکړه چې د اسلامي دولت یا داعش ډله د افغانستان د ګاونډیانو له خوا جوړه شوې ډله ده.

هغه همداشان ادعا وکړه چې "دولتي طالبان" هم په افغانستان کې فعال دي، خو د بلخ والي پهدې اړه جزئیات ورنه کړل.

د بلخ والي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د هغه او د ارګ ترمنځ پیل شوې خبرې تر ډیره بې پایلې پای ته رسیدلي دي.

عطا محمد نور د بلخ د والي په توګه د کار ترڅنګ د جمعیت اسلامي افغانستان د اجرائیه رئیس په توګه هم دنده سرته رسوي.

افغان حکومت تراوسه د بلخ د والي دغو انتقادونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

XS
SM
MD
LG