د لاس رسي وړ اتصالات

شاه‌ وليکوټ کې د افغان قواو پر مرکزونو د وسله‌والو برید


په داسې حال کې چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمي اونۍ دوام لري، د کندهار سیمه‌ییز چارواکي وايي، چې په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې د افغان قواو پر مرکزونو وسله والو برید کړی.

جګړه د ولسوالۍ په ماڼو سیمه کې د پوليسو او ملي پوځ پر مرکزونو پر یوه وخت پيل شوې ده او لاهم دوام لري

جګړه د ولسوالۍ په ماڼو سیمه کې د پوليسو او ملي پوځ پر مرکزونو پر یوه وخت پيل شوې ده.

په دې سیمه کې د محلي پوليسو او ملي اردو قرارګاوې دي، چې تیره شپه د وسله‌والو له خوا محاصره شوي وو او نن سهار يې جګړه پيل کړې.

د شاه ولیکوټ ولسوالۍ امنیه قومندان سمونوال پاچا اشنا رادیو ته وويل، دواړو لورو په جګړه کې له درنو وسلو څخه هم کار اخیستی خو د سر د اوښتي زیان په اړه لاهم معلومات ندي تر لاسه شوي.

هغه وويل: "په سیمه کې د سیمه ییزو پوليسو او ملي اوردو دوې قرار ګاه وي دي چې په لوړ شمېر کې وسله وال د شپې له پلوه ورته راغلي لمړی يې دغه مرکزونه محاصره کړي او نن سهار وختي يې شدیده جګړه باندي پيل کړې چې لاهم د ورځي څه باندي یولس بجې ادامه لري وسله والو له درونو وسله والو څخه هم پدې جګړه کې کار اخیستی خو زموږ قواوو خپل مرکزونه له سقوط څخه ساتلي او وسله وال شدیده جګړه مخ ته وړي، تر اوسه د تلفاتو معلومات نشته وروسته به شریک شي".

وسله‌والو طالبانو ویلي، چې په دغې سیمه کې لومړی افغان ځواکونو له طالب جنګیالیو سره نښته پیل کړه.

د دغې ډلې یو ویاند قاري یوسف احمدي په خپل ټویټر کې لیکلي: "نن سهار د کندهار ولایت شاولیکوټ ولسوالۍ د مانو سیمې ته د دښمن د راغلي کاروان عسکرو له مجاهدینو سره جګړه پیل کړې چي کوم پر مخ تګ یې ندی کړی".

دا دوهمه ورځ ده چې په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې وسله وال پر افغان نظاميانو بریدونه کوي.

پرون هم د ملي اردو پر یوه موټریز کاروان وسله والو ډله ییز برید او د ماین چاودنې وکړې، چې د ملي پوځ دوه موټر په کې له منځه تللي خو تلفات يې لاهم ندي روښانه شوي.

دا بریدونه په داسې حال کې شوي، چې د شنبې په ورځ د وسله والو طالبانو لخوا د تاوتریخوالي کمولو اونۍ پیل شوې ده.

شاه ولیکوټ د کندهار په شمال کې د کندهار – اروزګان د لويې لاري پر سر پراخ نفوس لرونکې او لویه ولسوالي ده چې کندهار له زابل او اروزګان ولایتونو سره نښلوي.

دغه ولسوالۍ د هلمند له شمالي ولسوالیو سره، چي د وسله والو طالبانو عمده مرکزونه بلل کیږي د تګ راتګ ګڼې لارې هم لري.

XS
SM
MD
LG