د لاس رسي وړ اتصالات

هریس: په فلیپین برید به د دوه اړخیزې دفاع د تړون د عملي کیدو سبب شي


د متحده ایالاتو د جمهور رئیس مرستیالې کاملا هریس دوشنبه نومبر ۲۱ (لړم۳۰) د فلیپین د جمهور رئیس سره په لیدنې کې یو ځل بیا د دې هیواد سره د امریکا په ژمنتیا ټینګار وکړ.

فلیپین په سیمه کې د واشنګټن تر ټولو زوړ متحد دی او چین غواړي چې هلته خپل دپلوماتیک او اقتصادي نفوذ زیات کړي.

میرمن هریس د فلیپین جمهور رئیس فردیناند مارکوز جونیر سره په ملاقات کې وویل: "مونږ په هغو اصولو او نړیوالو قوانینو کې ستاسو د دفاع لپاره درسره ولاړ یو چې د چین د جنوبي بحیرې پورې اړه لري."

د متحده ایالاتو دې جګپوړې چارواکې فلیپین ته ډاډ ورکړ که د دې هیواد په وسله والو ځوکونو، ملکي کښتیو او یا الوتکو برید وشي، د امریکا او سیمي د هیوادونو تر منځ د ګډ دفاعي تړون څخه به کار واخیستل شي".

د امریکا د جمهور رئیس مرستیالې د مانیلا تړون یادونه کوله چې په ۱۹۵۱ میلادي کال کې د متحده ایالاتو او په سیمه کې د فلیپین او تایلند په ګډون هیوادونو سره لاسلیک شوی.

پدې تړون کې راغلي که په هر هیواد برید وشي، په ګډه به یې دفاع کیږي.

فلیپین ته د میرمن هریس په سفر کولو سره واشنګټن غواړي پداسې حال کې په سیمه کې مهم ستراتیژیک ملګری ولري چې د تایوان پر سر د امریکا او چین جنجال ډیر شوی.

فلیپین په سیمې کې تایوان ته تر ټولو نږدې هیواد دی او له همدې کبله دا هیواد د متحده ایالاتو د هغو پلانونو لپاره ډیر مهم دی چې په تایوان د چین د احتمالي برید د مخنیوي یا ځواب ویلو لپاره یې لري.

امریکا همدارنګه غواړي چې د فلیپین سره خپلې اړیکې د سره ورغوي ځکه چې د ښاغلي مارکوز څخه وړاندې د دې هیواد جمهور رئیس راډریګو دوترتې پخپلې شپږ کلنې واکمنۍ کې د چین سره نږدې اړیکې غوښتې.

XS
SM
MD
LG