د لاس رسي وړ اتصالات

د سردار محمد داود خان پر روغتون حمله کې څه دپاسه ٣٠ تنه وژل شوي


دغه برید نن سهار څه باندې ۹ بجې په کابل ښار کې د سردارمحمد داؤد خان پوځي روغتون باندې وشو
دغه برید نن سهار څه باندې ۹ بجې په کابل ښار کې د سردارمحمد داؤد خان پوځي روغتون باندې وشو

د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیر ویلي دي چې د سردار محمد داود خان پر روغتون باندې د بریدگرو په حمله کې څه دپاسه ٣٠ تنه وژل شوي او شاوخوا ٥٠ تنه ټپیان شوي دي.

جنرال وزیري د امریکا غږ ته وویل چې ددې پیښې په قربانیانو کې ډاکتران، نرسان، د روغتون کارکوونکي او ناروغان شامل دي.

د اسلامي دولت ډلې یا داعش ددې حملې مسؤلیت منلی دی او ویلي یې دي چې د دوی څلورو بریدگرو په دې حمله کې لاس درلود.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي په پخپل ټویټر پاڼه لیکلي دي چې د پیښې په ځای کې د ملي پولیسو تصفیوي عملیات پای ته رسیدلي او په حمله دخیل تروریستان امنیتي ځواکونو له منځه وړي دي.

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د ښځو د نړیوالې ورځې په ویاړ په پخپله وینا کې د سردار محمد داود خان په روغتون باندې حمله سخته وغندله او وویل "روغتون داسې ځای دی چې په هر دین او مذهب کې خوندي گڼل کیږي." ښاغلي غني دا حمله د افغانستان پر ټولو خلکو باندې برید وگاڼه.

له دې دمخه د افغانستان د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د ښځو د نړیوالې ورځې د لمانځلو په مراسمو کې د وینا پر مهال دغه برید په کلکه وغنده او ژمنه یې وکړه چې د افغانستان د خلکو د وینې غچ به واخیستل شي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت یوناما دغه حمله په سختو الفاظو وغندله. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو سرپرستې ناظمې عدیلې خدرددې برید غندلو په ترڅ کې د جنګ په ښکیلو غاړو غږ وکړ چې د روغتیایي مرکزونو درناوی وکړي او روغتیاپالانو او ناروغانو ته له زیان رسولو ډډه وکړي.

په افغانستان کې د ناټو قاطع ماموریت د یوې اعلامیې په خپرولو سره دا حمله غندلې او هغه یې یو وحشیانه جنایت گڼلی دی او د افغانستان د امنیتي ځواکونو سره یې همکارۍ ته تیاری ښودلی دی.

د بریتانیا سفارت دغه حمله محکمه کړې ده. د جرمني حکومت هم د سردار محمد داود خان پر روغتون باندې برید په کلکه الفاظو غندلی دی او هغه یې "له کینې ډکه او ډارنه هڅه" گڼلې ده. د جرمني حکومت همداشان ویلي دي چې دا کار د اسلامي دولت د ډلې یا داعش د "غیرانساني وحشیانه" اعمالو یو بل ثبوت دی.

د پیښې مخکنی جریان

جنرال وزیري امریکا غږ ته وویل، لومړی یو ځانمرګي بریدګر د روغتون د دروازې مخې ته ورسره چاودیدونکو موادو ته چاودنه ورکړه او له هغې وروسته درې بریدګر روغتون ته دننه شول.

د جنرال دولت وزیري پر وینا، په وسلو او لاسي بمونو سمبال درې بریدګر لومړی د روغتون د ودانۍ دویم او درېیم پوړ ته وختل او په ډژو یې پیل وکړ.

د دفاع وزارت ویاند زیاته کړه، ځانګړي او کمانډو ځواکونه چې د هلیکوپټرو په مټ په سیمه کې کوز شوي، د پيښې ځای محاصره کړی دی.

ښاغلي وزیري وویل "د روغتون ودانۍ تصفیه شوې ده. د مخالفینو یو کس ځان ته چاودنه ورکړې او یو کس یې وژل شوی دی، دوه نور یې ژوندي دي او ځانونه یې پټ کړي دي، چې هغوی (ځانګړې ځواکونه) ورپسې ګرځي."

جنرال وزیري زیاته کړه، چې په دغه برید کې یو افغان پوځي وژل شوی او درې نور ټپيان شوي دي.

خو د عامې روغتیا وزارت د نشراتو رئیس محمداسماعیل کاؤسي امریکا غږ ته وویل، چې تر اوسه د برید له ځای څخه د درو وژل شؤ مړي او ۶۶ ټپيان نورو روغتونونو ته لیږدول شوي دي.

ښاغلي کاؤسي روښانه نه کړه، چې دغه شمیر کسانو ته په ننني برید کې مرګ‌ژوبله اوښتې او که له پخوا په روغتون کې بستري ؤ.

په سردارمحمد داؤد خان روغتون کې د افغان ځواکونو د منسوبینو سربیره د ملکي وګړو درملنه هم کیږي.

د پيښې په ځای کې د سردارمحمد داؤد خان د روغتون یو کارکوونکي خبریالانو ته وویل، کله چې یې غوښتل د خپل د کار ځای ته ورشي، پر روغتون برید وشو.

هغه وویل "غوښتل مو چې د عملیات‌خونې ته لاړ شو، اوه تنه ناروغان د عملیاتو په تمه ؤ، په همدې وخت کې ډزې وشوې، فکر مو وکړ چې زموږ دوستان دي او دروازه ټکوي، کله مې چې ولیدل ځان‌مرګی وو سپینه چپنه یې په تن وه او پر ما یې ډزې وکړې. ما ځان په ځمکه واچوه او په زینو کې لاندې وغورځيدم، هلته یې زما یو بل ملګری وویشت، ضربه یې کړ، موږ بند پاتې شو، خو په داسې لارو مو ځان وویست چې امکان یې نه ؤ."

د اسوشیتید پرس اژانس ویلي چې د برید مسولیت د داعش ډلې په غاړه اخیستی دی.

وسله والو طالبانو په دغه برید کې لاس لرل رد کړي. د دغې ډلې یو ویاند ذبیح‌الله مجاهد په خپل ټویټر پاڼه کې لیکلي چې دغه برید د هغوی وسله‌والو پورې اړه نه لري.

له دې مخکې هم شاوخوا پنځه کاله مخکې د سردارمحمد داؤد خان پر روغتون ځان‌مرګی برید شوی ؤ او مرګ‌ژوپله یې اړولې وه.

XS
SM
MD
LG