د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا په سوریه کې د امریکايي ځواکونو په مرکز برید تائید کړ 


په سوریه کې د امریکایي ځواکونو د "ال تنف" اډه
په سوریه کې د امریکایي ځواکونو د "ال تنف" اډه

د امریکایي ځواکونو مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) په سوریه کې د متحده ایالاتو د ځواکونو په مرکز "ال تنف" اډې د برید رپوټونه تائید کړي او پدې برید کې یې د ایران تر ملاتړ لاندې ملیشه قواو د احتمالي لاس درلودلو خبر ورکړی دی.

د امریکا د متحده ایالاتو د ځواکونو مرکزي قوماندانۍ د چهارشنبې په ورځ اکتوبر ۲۰ ناوخته په یو بیان کې تائید کړل چې پدې مزکر په عمدي توګه د بې پیلوټه الوتکې برید شوی دی. دغه قوماندانۍ همداشان په خپل بیان کې ټینګار کړی دی چې ددې برید د ابعادو او جزییاتو د څیړنې په ترڅ کې متحده ایالات د دخپلې فاع او ورته اقدام حق محفوظ ګڼي.

په بریتانیا کې میشت د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې او د رویترز په ګډون یو شمیر خبري اژانسونو د چهارشنبې په ماښام اکتوبر ۲۰ رپوټ ورکړ چې د سوریې په جنوب کې د عراق او اردن پولې ته نژدې د ال تنف اډې باندې د ډرون برید شوی دی.

لومړني رپوټونه ښیي چې پدې برید کې هیڅ یو امریکایي تبعه ته زیان ندی رسیدلی. خو د تاوانو د پیښدو ارزونه روانه ده.

همداشان د پنجشنبې په سهار اکتوبر ۲۱ (تلې ۲۹) د سنټکام یو رسمي مقام وویل چې لومړنۍ څیړنې ښیي چې د ایران تر ملاتړ لاندې نیمه پوځیانو د سوریې په تنف اډې برید کړی دی.

د تنف اډه په کال ۲۰۱۶ کې د اسلامي دولت د ډلې یا داعش د مقابلې لپاره چې هغه وخت یې د سوریې ختیځه برخه نیولې وه جوړه شوی وه. دغه اډه د دمشق-بغداد لوی لارې ته نژدې پرته ده.

متحده ایالات په سوریه شاوخوا ۹۰۰ سرتیري لري چې عمومي توګه په ال تنف اډې او ددې هیواد په ختیځ کې د تیلو معادن ته نژدې میشت دي.

XS
SM
MD
LG